پلار په جلجال کښې خپل قوم بيا تازه کوى
له هرې جګړې مخکې، یو ځنډ. نوی نسل سنت کېږي او په خیمو کې پرېښودل کېږي چې روغ شي، د فسح اختر لمانځل کېږي، او من په هغه ورځ بندېږي چې هغوی د هغې ځمکې خپل خوراک وخوري. بیا یو سړی چې توره یې راایستلې ده یوشع ته وايي چې هغه د زموږ پلار د لښکر قوماندان دی.
5 1کله چې د اُردن د لوېديځ ټولو اموري بادشاهانو او د سمندر د غاړې ټولو کنعاني بادشاهانو واورېدل چې زمونږ پلار د اِسرائيل د مخه د اُردن اوبۀ وچې کړې وې ترڅو چې هغوئ پورې ووتل، نو د هغوئ زړونه يې ويلي شول او د اِسرائيل د وجې نه په هغوئ کښې هيڅ همت پاتې نۀ شو.
2هغه وخت زمونږ پلار يشوع ته وفرمائيل چې، ”د تيږو چاړې جوړې کړه او اِسرائيليانو ته بيا، دوېم ځل سُنت وکړه.“
3نو يشوع د تيږو چاړې جوړې کړې او د جبعه حارالوت، يعنې د پوستکو په غونډۍ کښې يې د اِسرائيل زامنو ته سُنت وکړو. 4يشوع د دې دپاره هغوئ ته سُنت وکړو: ټول هغه خلق چې د مصر نه راووتل، يعنې نارينه، د جنګ ټول سړى، د مصر نه د وتلو نه پس په لاره کښې په بيابان کښې مړۀ شوى وُو. 5هر هغه چا ته چې راووتلو، سُنت شوے وو، خو هغه کسان چې د مصر نه د وتلو په لاره کښې په بيابان کښې پېدا شوى وُو، هغوئ ته سُنت شوے نۀ وو. 6د اِسرائيل خلق څلوېښت کاله په بيابان کښې ګرځېدل ترڅو چې ټول قوم، يعنې د جنګ هغه سړى چې د مصر نه راووتلى وُو، مړۀ شول، ځکه چې هغوئ د زمونږ پلار آواز ونۀ منلو. زمونږ پلار د هغوئ په حقله قسم وخوړو چې هغوئ ته به هغه مُلک نۀ ښائى کوم چې هغۀ د هغوئ د پلارانو نيکونو سره قسم کړے وو چې مونږ ته به يې راکوى، هغه مُلک چې پکښې شيدې او شات بهيږى. 7هغۀ د هغوئ په ځائ د هغوئ بچى راپورته کړل، او يشوع هغوئ ته سُنت وکړو، ځکه چې هغوئ بې سُنته وُو، په لاره کښې هغوئ ته سُنت شوے نۀ وو. 8کله چې د ټول قوم سُنت پوره شو، نو هغوئ په پړاؤ کښې پاتې شول ترڅو چې روغ شول.
9بيا زمونږ پلار يشوع ته وفرمائيل چې، ”نن ما د مصر بدنامى ستاسو نه لرې کړه.“ نو هغه ځائ تر نن ورځې پورې جلجال بللے شى.
10د اِسرائيليانو چې په جلجال کښې خېمې لګولې وې، هغوئ د مياشتې په څوارلسمه نېټه، په ماښام کښې، د يريحو په ميدانونو کښې فسح ومنله. 11د فسح نه بله ورځ، هم په هغه ورځ، هغوئ د دغه مُلک حاصل وخوړلو: بې خميره ډوډۍ او وريتې غلې دانې. 12د دغه مُلک د حاصل د خوړلو نه بله ورځ، مَن بند شو. د اِسرائيليانو دپاره نور مَن نۀ وو؛ هغه کال هغوئ د کنعان حاصل وخوړلو.
د پلار د لښکر سردار
13د يريحو نزدې، يشوع سر پورته کړو او وې ليدل چې يو سړے د هغۀ په مخکښې ولاړ دے او په لاس کښې يې برهنه توره نيولې وه. نو هغه ورنزدې شو او وې پوښتل چې، ”تۀ زمونږ يې کۀ زمونږ د دښمنانو؟“
14هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه. زۀ اوس د زمونږ پلار د لښکر د سردار په حېث راغلے يم.“ نو يشوع په زمکه مخ په ګوته پرېوتو او سجده يې وکړه او وې وئيل چې، ”زما مالِک خپل نوکر ته څۀ وائى؟“
15د زمونږ پلار د لښکر سردار يشوع ته ووئيل چې، ”د خپلو پښو نه خپلې څپلۍ وباسه، ځکه چې کوم ځائ چې تۀ پرې ولاړ يې، هغه پاک دے.“ نو يشوع هم داسې وکړل.