د شړل شوو دپاره پناه ځائ
د موآب کډوال د یوې خورې ورې ځالې په څېر وزرونه رپوي او ورته ویل کېږي چې د صهیون تر سیوري لاندې پناه واخلي، او د تړون د مینې یو تخت ورته وړاندې کېږي. خو د موآب غرور تش ویاړ دی، او د هغه دعاګانې په لوړ ځای کې به بریالۍ نه شي. زموږ پلار خبره کړې ده؛ پیغمبر بیا هم ژاړي.
16 1ورى د ملک حاکم ته ولېږئ، د سلع نه د بيابان له لارې، د صيون د لور غر ته. 2د الوتونکو مارغانو په شان، د تيت و پرک ځالې په شان، د موآب لوڼه هم داسې دى، د ارنون د ګودرونو سره. 3مشوره راکړئ؛ انصاف وکړئ؛ خپل سيورے د شپې په شان کړئ، د غرمې په وخت کښې. شړل شوى پټ کړئ؛ د تښتېدونکى سره خيانت مۀ کوئ. 4اے موآب، زما شړل شوى دې ستا سره اوسېږى؛ د تباه کوونکى نه دوئ ته پناه شه. کله چې ظالم پاتې نۀ شى، او تباهى ختمه شى، او د ملک نه پښې ايښودونکى ورک شى، 5نو يو تخت به قائم شى، په وفاداره مينه کښې، او په هغه باندې به د داؤد په خيمه کښې څوک په وفادارۍ سره کښېنى، هغه چې انصاف کوى، عدل لټوى او د صداقت کولو ته چټک وى. 6مونږ د موآب غرور اورېدلے دے — هغه څومره ډېر مغرور دے — د هغۀ تکبر، د هغۀ غرور، او د هغۀ قهر؛ د هغۀ لاف خالى دے. 7نو دې موآب فرياد وکړى، د موآب دپاره؛ دې هر څوک فرياد وکړى. د قيرحارست د کشمشو د ټيکيو دپاره ماتم وکړئ، بيخى زړۀ مات شوى. 8ځکه چې د حسبون پټى وچېږى، او د سبمه انګور هم؛ د قومونو حاکمانو د هغې غوره ښاخونه ووهل، چې تر يعزير پورې رسېدلى وُو، او بيابان ته خواره شوى وُو؛ د هغې نوکۍ خورې شوې، او د سمندر نه اوختې. 9نو زۀ د يعزير په ژړا سره ژاړم، د سبمه د انګورو دپاره؛ اے حسبون او اِلعاله، زۀ تاسو په خپلو اوښکو لمده کوم، ځکه چې ستاسو د اوړى په مېوو او ستاسو په فصل باندې د جنګ چغه پرېوتې ده. 10خوشحالى او خوشى د زرخېز پټى نه يوړل شوې، او د انګورو په باغونو کښې نۀ نغمې ويلې کيږى، او نۀ خوشحالۍ چغې پورته کيږى. هيڅوک په مڼيو کښې شراب نۀ زبيښى؛ ما نارو ته خاتمه ورکړې ده. 11نو زما زړۀ د موآب دپاره د ربات په شان کړيږى، او زما باطن د قيرحارس دپاره. a a v11 زمونږ د پلار زړۀ حتىٰ د موآب دپاره هم کړيږى — د هغۀ غم هر هغه قوم ته رسيږى چې د هغۀ عدالت پرې لګيږى. 12او کله چې موآب ځان حاضر کړى، کله چې هغه د اوچت ځائ په سر ځان ستومانه کړى، او خپل عبادتګاه ته د دُعا دپاره راشى، هغه به کامياب نۀ شى. b b v12 ”اوچت ځائ“ د غونډۍ په سر يو عبادتګاه وو چې د بتانو د عبادت او قربانۍ دپاره استعمالېدو.
13دا هغه کلام دے چې زمونږ پلار مخکښې د موآب په حقله فرمائيلے وو.
14خو اوس زمونږ پلار فرمائيلى دى چې، ”په درېو کالو کښې، د مزدور د کالو په شان، د موآب لوئى به سپکه شى، سره د دې چې د هغۀ شمېر ډېر زيات دے؛ او پاتې شوى به ډېر لږ او کمزورى وى.“