لرې مۀ ځئ
څرنګه چې راتلونکې نړۍ پرښتو ته نه بلکې انسانانو ته سپارل شوې، او څرنګه چې ماشومان په غوښه او وینه کې شریک دي، زوی هم غوښه واخیسته، ترڅو د مرګ ځواک مات کړي او هغه خلک آزاد کړي چې ټول عمر د مرګ له وېرې په بند کې وو. هغه پخپله ازمول شوی، له ازمول شویو سره مرسته کوي.
2 1نو مونږ له پکار دى چې هغه خبرو ته ښۀ زيات غور وکړو چې اورېدلې مو دى، هسې نه چې لرې لاړ شو. 2ځکه کۀ هغه کلام چې د فرښتو په وسيله وئيلے شوے وو کلک ثابت شو، او هر ناسم کار او نافرمانۍ خپله مناسبه سزا وموندله، 3نو مونږ به څنګه بچ شو کۀ د دومره لوئ خلاصون نه بې پروا شو؟ دا اول مالِک اعلان کړو، او بيا هغه چا مونږ ته پاخه کړو چې هغه يې اورېدلے وو، 4او زمونږ پلار هم د نښانو، معجزو، د رنګ رنګ قدرت نمائيو او د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د هغوئ سره ګواهى ورکوله، د خپلې رضا مطابق.
راتلونکې دُنيا
5ځکه چې زمونږ پلار هغه راتلونکې دُنيا چې د هغې خبره کوو فرښتو ته تابع نۀ کړه. 6بلکې چا په يو ځائ کښې ګواهى ورکړې ده، ”اِنسان څۀ شے دے چې تۀ يې ياد ساتې، او اِبن آدم څۀ دے چې تۀ د هغۀ خيال ساتې؟ 7تا هغه د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم جوړ کړو، او د لوئۍ او عزت تاج دې پرې کېښودو، 8او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې تابع کړل.“ نو اوس چې هر څۀ هغۀ ته تابع کړل، زمونږ پلار هيڅ شے د هغۀ د اختيار نه بهر پرېنښودو. خو تر اوسه مونږ دا نۀ وينو چې هر څۀ مسيح ته تابع شوى دى.
9خو مونږ عيسىٰ وينو، چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم جوړ کړے شوے وو، او اوس د لوئۍ او عزت تاج پرې کېښودے شوے دے، ځکه چې هغۀ د مرګ تکليف وزغملو، دې دپاره چې د زمونږ پلار د فضل په سبب د هر چا دپاره مرګ وڅکى.
10دا مناسبه وه چې زمونږ پلار، چې د هغۀ دپاره او د هغۀ په وسيله هر څۀ شته، د هغوئ د خلاصون مشر د تکليف په وسيله کامل کړى، او ډېر زامن لوئۍ ته ورسوى. 11هغه چې پاکوى او هغه څوک چې پاکولے شى، دا ټول د يو پلار نه دى. ځکه نو هغه د دې نه نۀ شرمېږى چې هغوئ وروڼه او خوندې وبولى، a a v11 هغه څوک چې عيسىٰ يې پاکوى، هغوئ د هغۀ د پلار برخه شريکوى — هغوئ بيا په هغه کورنۍ کښې راستنولے شوى دى چې هغه د تل دپاره ورپورې تړلے دے. هغه د دې نه نۀ شرمېږى چې هغوئ خپل وروڼه او خوندې وبولى.
12او وائى، ”زۀ به ستا نوم خپلو وروڼو او خوندو ته ښکاره کړم، او د جماعت په مينځ کښې به ستا ثناء وايم.“
13او بيا، ”زۀ به په هغۀ بروسه وکړم.“ او بيا، ”وګوره، زۀ يم، او هغه بچى چې زمونږ پلار ماته راکړل.“ b b v13 عيسىٰ دا الفاظ د يسعياه د پېشګوئۍ نه وائى، او ځان د هغه بچو سره يو ځائ پېش کوى چې زمونږ پلار هغۀ ته سپارلى دى — يوه کورنۍ، يو پلار.
14نو ځکه چې بچى په غوښه او وينه کښې شريک دى، هغه هم په دې کښې شريک شو، دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک تباه کړى چې د مرګ قدرت يې په لاس کښې دے — يعنې اِبليس، 15او هغه ټول خلاص کړى چې د مرګ د وېرې نه يې ټول عُمر د غلامۍ په حالت کښې تېر کړو. 16ځکه چې يقيناً هغه د فرښتو مدد نۀ کوى، بلکې د اِبراهيم د اولاد مدد کوى. 17نو ځکه هغۀ له پکار وو چې په هر لحاظ د خپلو وروڼو او خوندو په شان شى، دې دپاره چې د زمونږ پلار په خدمت کښې يو رحم کوونکے او وفادار لوئ اِمام شى، او د خلقو ګناهونه لرې کړى. 18ځکه چې هغه پخپله د آزمېښت په وخت کښې تکليف وزغملو، نو هغه د هغه چا مدد کولے شى چې په آزمېښت کښې اخته وى.