خپلې سترګې په عيسىٰ ولګوئ
موسیٰ زموږ د پلار په کور کې وفادار و؛ عيسىٰ هغه جوړ کړ. له دې ځایه لیکوال د بیابان هغه نسل یادوي چې غږ یې واورېد او بیا هم سختزړي شول، او مستقیم یې پلي کوي: هره ورځ یو بل ته زړه ورکړئ، تر هغه چې لا هم نن بلل کېږي، ترڅو هېڅوک د ګناه په دوکه سختزړی نه شي.
3 1نو، اے مقدسو ورونو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په عيسىٰ غور وکړئ، هغه رسول او مشر اِمام چې مونږ يې اقرار کوو. 2هغه د هغه چا دپاره وفادار وو چې هغه يې مقرر کړے وو، لکه څنګه چې موسىٰ هم د زمونږ پلار په ټول کور کښې وفادار وو. 3عيسىٰ د موسىٰ نه د ډېر زيات جلال وړ دے، لکه څنګه چې د کور جوړوونکے د کور نه د زيات عزت وړ وى. 4ځکه چې هر کور څوک جوړوى، خو د ټولو شيانو جوړوونکے زمونږ پلار دے. 5موسىٰ د زمونږ پلار په ټول کور کښې وفادار وو، يو نوکر چې د هغو خبرو ګواهى يې ورکوله چې وروستو به وئيلے شوې. 6خو مسيح د زوئ په حيث د خپل کور سرباندې وفادار دے. او مونږ د هغۀ کور يُو، کۀ مونږ هغه اعتماد او اُميد مضبوط ونيسو چې پرې فخر کوو.
7نو، لکه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى: ”نن، کۀ تاسو د هغۀ آواز واورئ، a a v7 د عبرانيانو کتاب صحيفه د روحُ القُدس د ژوندى آواز په توګه ګڼى — هم هغه روح چې د نبيانو په وسيله يې خبرې کولې اوس مونږ ته نن ورځ خبرې کوى، او مونږ د زمونږ پلار آرام ته رابلى. 8خپل زړونه مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړل، د بيابان کښې د آزمىښت په ورځ، 9چرته چې ستاسو مشرانو زۀ وآزمايوم او زما کارونه يې څلوېښت کاله وليدل. 10ځکه نو زۀ په هغه نسل باندې غصه شوم، او ما ووئيل، ’د هغوئ زړونه هر وخت بې لارې ځى، او هغوئ زما لارې نۀ دى پېژندلې.‘ 11نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړو، ’هغوئ به هيکله زما آرام ته داخل نۀ شى.‘“
12اے ورونو، خيال ساتئ چې په تاسو کښې د چا زړۀ بد او بېايمانه نۀ وى چې د ژوندى پلار نه واوړى. 13بلکې هره ورځ يو بل ته حوصله ورکوئ، ترڅو چې دې ته ”نن“ وئيلے کيږى، دې دپاره چې په تاسو کښې څوک د ګناه د دوکې په سبب سخت زړے نۀ شى. 14ځکه چې مونږ په مسيح کښې شريکان شوى يُو، کۀ مونږ خپل اول اعتماد ترآخره مضبوط وساتو. 15لکه څنګه چې وئيلے شوى دى: ”نن، کۀ تاسو د هغۀ آواز واورئ، خپل زړونه مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو بغاوت وکړو.“
16چا واورېدل او بغاوت يې وکړو؟ آيا دا ټول هغه خلق نۀ وُو چې د موسىٰ په وسيله د مصر نه ووتل؟ 17په چا باندې هغه څلوېښت کاله غصه وو؟ آيا په هغو باندې نۀ وو چې ګناه يې وکړه، او بدنونه يې په بيابان کښې راوغورزېدل؟ 18د چا په حقله هغۀ قسم وخوړو چې هيکله به زما آرام ته داخل نۀ شى، بې له هغو چې نافرمانى يې وکړه؟ 19نو مونږ ګورو چې هغوئ د بېايمانۍ په سبب داخلېدے نۀ شول.