هغه آرام چې لا تر اوسه قائم دے
هغه ارام چې ډېر پخوا یې ژمنه شوې وه، لا هم پرانیستی دی، او همدا اصلي ټکی دی، ځکه چې دا وړاندیز له یوشع سره پای ته ونه رسېد. دوه مشهور انځورونه ورپسې راځي: زموږ د پلار کلام چې د نفس او روح ترمنځ پرې کوي او هر څه ښکاره کوي، او یو لوی کاهن چې زموږ په څېر ازمول شوی، ترڅو موږ په زړورتیا نږدې شو.
4 1ځکه چې د هغۀ آرام ته د ننوتو وعده لا تر اوسه قائم ده، نو راځئ چې خبردار اوسُو چې ستاسو نه هيڅوک داسې مَعلوم نۀ شى چې هغه ترې پاتې شوے وى. 2مونږ ته هم د هغوئ په شان زېرے ورکړے شوے وو. خو هغه پېغام چې هغوئ واورېدو، هغوئ ته يې فائده ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ هغه د ايمان سره يو ځائ نۀ کړو، لکه څنګه چې اورېدونکو کسانو وکړل.
3مونږ چې ايمان مو راوړے دے، هغه آرام ته ننوځُو، لکه څنګه چې هغۀ وفرمائيل، ”ما په خپل قهر کښې قسم وخوړو چې، دوئ به هيچرې زما آرام ته داخل نۀ شى.“ که څۀ هم د هغۀ کارونه د دُنيا د بُنياد نه راهيسې پوره شوى وُو.
4ځکه چې هغۀ د اوومې ورځې په حقله يو ځائ فرمائى، ”او زمونږ پلار په اوومه ورځ د خپلو ټولو کارونو نه آرام وکړو.“
5او بيا په همدغه ځائ کښې هغۀ فرمائى، ”دوئ به هيچرې زما آرام ته داخل نۀ شى.“
6نو ځکه چې دا لا پاتې دى چې څوک به ورته داخل شى، او هغه کسان چې اول ورته زېرے ورکړے شوے وو د خپلې نافرمانۍ په سبب داخل نۀ شو،
7نو هغۀ بيا يوه ورځ مقرر کړه، ”نن،“ ډېر وخت وروستو د داؤد په وسيله يې فرمائى، لکه چې مخکښې وئيلے شوى دى، ”نن کۀ تاسو د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه سخت مۀ کوئ.“
8ځکه کۀ يشوع هغوئ ته آرام ورکړے وَئ، نو زمونږ پلار به وروستو د بلې ورځې په حقله نۀ وو فرمائيلى. 9نو ځکه، د زمونږ پلار د قوم دپاره د سبت آرام پاتې دے. 10څوک چې د زمونږ پلار آرام ته داخل شوے دے، هغه د خپلو کارونو نه هم آرام وکړو، لکه څنګه چې زمونږ پلار د خپلو کارونو نه آرام وکړو. 11نو راځئ چې هغه آرام ته د داخلېدو کوشش وکړُو، دې دپاره چې هيڅوک د نافرمانۍ په همدغه طريقه راونۀ غورځى.
12ځکه چې د زمونږ پلار کلام ژوندے او با اثر دے، د هرې دوه خوا تېرې تُورې نه تېره دے، داسې ننوځى چې ساه او روح، بندونه او د هډوکو مغز سره بېل کړى، او د زړۀ خيالونه او نيتونه پېژنى. a a v12 ”د زمونږ پلار کلام“ د ”د خُدائ پاک کلام“ په ځائ راغلے دے — پاک کتاب د پلار ژوندے آواز دے چې د خپلو بچو هر خيال پېژنى. 13هيڅ مخلوق د هغۀ د نظر نه پټ نۀ دے؛ بلکې هر څۀ د هغه ذات په نظر کښې چې مونږ ته يې حساب ورکول دى، بربنډ او ښکاره پراتۀ دى.
14نو ځکه چې زمونږ سره داسې لوئ مشر امام شته چې د آسمانونو نه تېر شوے دے — عيسىٰ، د زمونږ پلار زوئ — نو راځئ چې په خپل اقرار کړے شوى ايمان باندې ټينګ ونيسُو.
عيسىٰ، زمونږ لوئ مشر امام
15زمونږ مشر امام داسې نۀ دے چې زمونږ د کمزوريو سره همدردى ونۀ کړلے شى، بلکې هغه زمونږ په شان په هر طريقه ازمويلے شوے دے، خو بې ګناه دے. 16نو راځئ چې د فضل تخت ته په دلېرۍ سره ورنژدې شُو، دې دپاره چې مونږ رحم ترلاسه کړُو او هغه فضل ومومُو چې د ضرورت په وخت کښې زمونږ مدد وکړى.