داسې امام چې نرمى کوى
کاهنان زموږ د پلار له خوا ټاکل کېږي، نه دا چې ځانونه وټاکي، او نرم کېدای شي ځکه چې په کمزورۍ کې شریک دي. مسیح هم په همدې ډول وټاکل شو، او د هغو څه له لارې یې اطاعت زده کړ چې زغملي یې وو. بیا څپرکی په خپګان سره ودرېږي: تاسو باید تر اوسه ښوونکي وای، خو پر ځای یې شیدو ته اړتیا لرئ.
5 1هر مشر امام چې د انسانانو د منځ نه راخستے شى، هغه د انسانانو دپاره په هغو معاملو کښې چې د زمونږ پلار سره تعلق لرى مقرر کيږى، دې دپاره چې د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ وړاندې کړى. 2هغه کولے شى چې د ناپوهو او د لارې نه بې لارې شويو سره نرمى وکړى، ځکه چې هغه پخپله هم کمزورتيا لرى. 3د دې کمزورتيا په وجه، هغۀ ته په کار دى چې د ګناهونو دپاره قربانۍ وړاندې کړى — لکه څنګه چې د خلقو دپاره، هم هغه شان د ځان دپاره هم. 4هيڅوک دا عزت د ځان دپاره نۀ اخلى، بلکې صرف هغه وخت چې د زمونږ پلار له خوا راوبللے شى، لکه څنګه چې هارون راوبللے شوے وو.
5هم هغه شان مسيح هم د مشر امام کېدو دپاره خپل ځان ته لوئى ورنۀ کړله، بلکې هغه ذات چې هغۀ ته يې وفرمايل، ”تۀ زما زوئ يې؛ نن ما تۀ پېدا کړې.“
6لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې هم فرمائى، ”تۀ د تل دپاره امام يې، د ملکِ صدق د سلسلې مطابق.“ a a v6 ملکِ صدق، هغه امام بادشاه چې اِبراهيم ته يې برکت ورکړو (پېدائش ۱۴:۱۸-۲۰)؛ د هغۀ د شروع او انجام هيڅ ذکر نشته، نو د مسيح د ابدى امامت يوه نقشه ده.
7د خپل ځمکنى ژوند په موده کښې، عيسىٰ هغه ذات ته چې د هغۀ د مرګ نه د خلاصولو قدرت لرلو، په زوره ژړا او اوښکو سره دُعاګانې او زارۍ وړاندې کړې، او د هغۀ د خُدائى وېرې په وجه د هغۀ آواز واورېدے شو. 8اګرچې هغه زوئ وو، خو هغۀ د هغو تکليفونو نه چې ويې ګالل، فرمانبردارى زده کړه. 9او کله چې کامل کړے شو، نو هغه د ټولو هغو کسانو دپاره چې د هغۀ فرمانبردارى کوى، د ابدى خلاصون سرچينه شو، 10ځکه چې د زمونږ پلار له خوا د ملکِ صدق د سلسلې مطابق مشر امام مقرر کړے شو.
پۍ او کۀ سخت خوراک
11د دې په حقله زمونږ د ويلو دپاره ډېر څۀ شته، خو بيانول يې ګران دى، ځکه چې تاسو په اورېدو کښې سست شوى يئ. 12ځکه چې اوس خو تاسو ته د اُستاذانو کېدل په کار وُو، خو تاسو ته بيا د داسې چا ضرورت دے چې د زمونږ پلار د کلام بنيادى خبرې درته وښيى. تاسو ته اوس د پۍ ضرورت شوے دے، نۀ د سخت خوراک. 13هر هغه څوک چې په پۍ ژوند کوى، هغه د صداقت په کلام کښې ناتجربه کار دے، ځکه چې هغه لا ماشوم دے. 14خو سخت خوراک د پاخه کسانو دپاره دے، چې د هغوئ حواس د مشق په ذريعه داسې روزل شوى دى چې د ښۀ او بد تر منځ فرق وکړى.