خپل پلار ياد ساته چې هر څۀ درکوى
د لوږې او من څلوېښت کاله ښوونه وه: انسان يوازې په ډوډۍ ژوندی نه دی. لکه څنګه چې يو سړی خپل زوی ادب کوي، ستا پلار تا ادب کوي. اصلي خطر ښه ځمکه ده — ماړه نسونه، زياتېدونکې رمې، او هغه زړه چې وايي دا مې په خپل لاس جوړ کړل.
8 1هر هغه حُکم چې زۀ يې نن تاسو ته درکوم، په غور سره يې منئ، دې دپاره چې تاسو ژوندى پاتې شئ، زيات شئ، او هغه مُلک ته ننوځئ او په ميراث يې واخلئ چې زمونږ پلار ستاسو د پلرونو سره د هغۀ لوظ کړے وو. 2هغه ټوله لار ياده ساته چې ستا پلار په دې څلويښتو کالو کښې په بيابان کښې درمخه بيولے وې، دې دپاره چې تا عاجزه کړى او وآزمائى، او پوهه شى چې ستا په زړۀ کښې څۀ دى، چې آيا تۀ به د هغۀ حُکمونه ساتې کۀ نه. 3هغۀ تۀ عاجزه کړې، وږے يې کړې، بيا يې تا ته هغه من درکړو چې نۀ تا پېژندلے وو او نۀ ستا پلرونو، دې دپاره چې تا ته دا وښائى چې اِنسان يواځې په ډوډۍ نۀ ژوندے پاتې کيږى، بلکې د زمونږ پلار د خولې د هر کلام په وسيله. 4په دې څلويښتو کالو کښې نۀ ستا جامې زړې شوې او نۀ ستا پښې پړسېدلې. 5نو په خپل زړۀ کښې پوهه شه چې لکه څنګه يو سړے خپل زوئ ته سزا ورکوى، هم هغه شان ستا پلار تا ته سزا درکوى. 6نو د خپل پلار حُکمونه ساته، د هغۀ په لارو کښې روان شه او د هغۀ نه ووېرېږه. 7ځکه چې ستا پلار تا يو ښۀ مُلک ته راولى، داسې مُلک چې د ويالو، چينو او ژورو اوبو دے چې په وادو او غرونو کښې بهيږى، 8داسې مُلک چې د غنمو او وربشو، د انګورو، انځرو او انارو دے، داسې مُلک چې د زيتُون د تيلو او د شاتو دے. 9داسې مُلک چې هلته به تۀ بې له کمى ډوډۍ خورې او هيڅ شى به ترې کم نۀ وى، داسې مُلک چې ډبرې يې د اوسپنې دى او د هغۀ په غرونو کښې به تۀ د مسو دپاره کيندل کوې. 10کله چې تۀ ډوډۍ وخورې او موړ شې، نو خپل پلار باندې به برکت وايې د هغه ښۀ مُلک په سبب چې هغۀ درکړے دے.
11خبردار اوسه چې خپل پلار هير نۀ کړې، او د هغۀ هغه حُکمونه، اصول او قانونونه چې زۀ يې نن تا ته درکوم، د ساتلو نه يې غافله نۀ شې، 12ځکه چې کله تۀ ډوډۍ وخورې او موړ شې، او ښايسته کورونه جوړ کړې او په هغو کښې اوسېږې، 13او ستا رمې او ګلې زياتې شى، ستا سپين زر او سرۀ زر زيات شى، او هر څۀ چې تۀ لرې زيات شى، 14نو ستا زړۀ مغرور شى، او تۀ خپل پلار هير کړې چې تۀ يې د مِصر د مُلک نه، د غلامۍ د کور نه راويستلے وې، 15هغه چې تۀ يې په هغه لوئ او وېرونکى بيابان کښې درمخه بيولے وې چې د زهرجنو مارانو او لړمانو، د وچکالۍ او بې اوبو وو، هغه چې تا له يې د چقماق د ډبرې نه اوبۀ راووېستلې، 16هغه چې تۀ يې په بيابان کښې هغه من درکولو چې ستا پلرونو نۀ پېژندو، دې دپاره چې تۀ عاجزه کړى او وآزمائى، او په آخر کښې درسره ښېګړه وکړى. 17خبردار اوسه، په خپل زړۀ کښې دا مۀ وايه چې، ”زما طاقت، او زما د لاس قوت، دا دولت ما له جوړ کړو.“ 18خپل پلار ياد ساته، ځکه چې هم هغه تا ته د دولت د ګټلو طاقت درکوى، دې دپاره چې خپل هغه لوظ پوخ کړى چې ستا د پلرونو سره يې کړے وو، لکه چې نن دے.
19خو کۀ تۀ چرې خپل پلار هير کړې، او د نورو بتانو پسې لاړ شې، د هغوئ عبادت وکړې او هغوئ ته سجده وکړې، نو زۀ نن ستا خلاف ګواهى ورکوم چې تۀ به خامخا هلاک شې. 20لکه هغه قومونه چې زمونږ پلار يې ستاسو د مخه هلاکوى، هم هغه شان به تاسو هم هلاک شئ، ځکه چې تاسو به د خپل پلار آواز نۀ منئ.