چاپ شوی

دوېم سموئيل 10 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

حنون د داؤد نوکران بے عزته کوى

داؤد د عمون نوي پاچا ته تسلیت لېږي، چې سلاکاران یې ورته قانع کوي چې استازي جاسوسان دي. د دوی ږیرې نیمې خرېيل کېږي او جامې یې تر کوناټو پرې کېږي. عمون د ارام لښکرې په کرایه نیسي؛ یوآب خپل ځواکونه له ابیشی سره وېشي، بیا پایله زموږ پلار ته پرېږدي.

څپرکی 10.

له دې نه پس د عمونيانو بادشاه مړ شو، او د هغۀ زوئ حنون د هغۀ په ځائ بادشاه شو. داؤد ووئيل چې، ”زۀ به د حنون د ناحاش زوئ سره مهربانى وکړم، لکه څنګه چې د هغۀ پلار ما سره مهربانى کړے وه.“ نو هغۀ خپل نوکران ولېږل چې د هغۀ د پلار په مرګ هغۀ ته تسلى ورکړى. خو کله چې د داؤد نوکران د عمونيانو ملک ته ورسېدل، نو د عمونيانو سردارانو خپل مالِک حنون ته ووئيل چې، ”آيا تۀ په رښتيا دا ګومان کوې چې داؤد ستا د پلار عزت کوى چې تا له يې تسلى ورکوونکى راولېږل؟ آيا داؤد خپل نوکران تا له د دې دپاره نۀ دى راستولى چې دا ښار وګورى، جاسوسى يې وکړى او برباد يې کړى؟“

نو حنون د داؤد نوکران ونيول، د هر سړى نيمه ږيره يې وخرئيله، د هغوئ جامې يې د نيمګړو نه پرې کړلې او بيا يې ولېږل. کله چې داؤد ته خبر ورکړے شو، نو هغۀ قاصدان ولېږل چې له هغوئ سره ووينى، ځکه چې هغه سړى ډېر شرمېدلى وُو. بادشاه ووئيل چې، ”په يريحو کښې اوسئ ترڅو چې ستاسو ږيرې بيا راوشنه شى، بيا راستانه شئ.“

کله چې عمونيانو وليدل چې هغوئ د داؤد په نظر کښې بدبويه شوى دى، نو هغوئ قاصدان ولېږل او د بيت رحوب او د ضوباه ارامى يې په مزدورۍ ونيول، يعنې شل زره پلى سپاهيان، او د معکه بادشاه له زرو سړو سره، او د طوب سړى، دولس زره. کله چې داؤد دا واورېدل، نو هغۀ يوآب د جنګياليو ټولې لښکرې سره ولېږلو. عمونيان راووتل او د ښار د دروازې په دهانه کښې يې د جنګ صفونه جوړ کړل، او د ضوباه او رحوب ارامى او د طوب او معکه سړى په لرې ميدان کښې جلا ودرېدل.

کله چې يوآب وليدل چې د جنګ صفونه د هغۀ په مخ او شا دواړو طرفونو کښې دى، نو هغۀ د اِسرائيل د غوره سړو نه ځنې وټاکل او د ارامى په مقابله کښې يې ودرول. پاتې خلق يې د خپل ورور ابيشى تر کمان لاندې کړل، چې د عمونيانو په مقابله کښې يې ودروى. يوآب ووئيل چې، ”کۀ ارام ما باندې غالب شى، نو تۀ ما بچ کړه، او کۀ عمونيان تا باندې غالب شى، نو زۀ به تا بچ کړم. همت وکړه، راځه چې د خپلو خلقو او د خپل پلار د ښارونو دپاره دلېرى وکړو. زمونږ پلار دې هغه څۀ وکړى څۀ چې هغۀ ته ښۀ ښکارى.“ بيا يوآب او هغه لښکرې چې ورسره وې د ارامى سره د جنګ دپاره مخکښې لاړل، او هغوئ د هغۀ له مخې وتښتېدل. کله چې عمونيانو وليدل چې ارامى تښتى، نو هغوئ هم د ابيشى له مخې وتښتېدل او ښار ته ننوتل. نو يوآب د عمونيانو نه واپس شو او يروشلم ته راغلو.

کله چې ارامى وليدل چې د اِسرائيل له لاسه مات شوى دى، نو هغوئ بيا سره راټول شول. هددعزر هغه ارامى راوغوښتل چې د فرات نه پورې وُو، او هغوئ حيلام ته راغلل، او د هددعزر د لښکرې سردار شوبک د هغوئ مشرى کوله. کله چې داؤد دا واورېدل، نو هغۀ ټول اِسرائيل راټول کړل، د اُردن نه پورې شو او حيلام ته ورسېدو. ارامى د داؤد په مقابله کښې ودرېدل او د هغۀ سره يې جنګ وکړو. خو ارامى د اِسرائيل له مخې وتښتېدل. داؤد د هغوئ اوه سوه د رتهونو سوران او څلوېښت زره آس سواران ووژل، بيا يې د هغوئ د لښکرې سردار شوبک ووژلو، چې هم هلته مړ شو. کله چې د هددعزر ټولو تابع بادشاهانو وليدل چې د اِسرائيل له لاسه مات شوى دى، نو هغوئ د اِسرائيل سره صُلح وکړله او د هغوئ خدمت يې وکړو. نو ارامى بيا د عمونيانو د مدد کولو نه ووېرېدل.