زبور ۵۹
د سندرو د مشر دپاره. د ”تباه مه کوه“ په طرز. د داؤد زرين زبور، کله چې ساؤل سړى ولېږل چې د هغۀ کور وڅارى دې دپاره چې هغه ووژنى.
د ساؤل سړو د داؤد کور څارلی دی. هغه یې د سپیو د یوې ډلې په څېر انځوروي چې هر ماښام بېرته راګرځي چې وګرځي، او کله چې ماړه نه شي غړېږي. د هغه ځواب دا دی چې پر ځای یې سهار سندرې ووايي، او خپل پلار خپله کلا بولي.
59 1زما پلاره، د خپلو دښمنانو نه مې خلاص کړه؛ چې زما خلاف راپاڅيږى د هغوئ نه مې پورته محفوظ کړه. 2څوک چې بدى کوى د هغوئ نه مې خلاص کړه، او د وينو تږو سړو نه مې بچ کړه. 3ګوره—هغوئ زما د ژان دپاره په کمين کښې پراتۀ دى؛ ظالم سړى زما خلاف حملې راپاروى، زما پلاره، اګر چې ما نۀ کومه خطا کړې او نۀ کومه ګناه. 4زما د هيڅ قصور نه بغير، هغوئ منډې وهى او خپل ځايونه نيسى. راپاڅه او زما مدد وکړه—وګوره!
5تۀ، زما پلاره، د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل پلاره—راپاڅه او ټولو قومونو ته سزا ورکړه؛ څوک چې په دغا سره د بدۍ منصوبې جوړوى په هيچا باندې رحم مۀ کوه. 6هغوئ د ماښام په وخت راستنيږى، د سپيو په شان غپيږى او د ښار نه چاپېره ګرځى. 7وګوره—هغوئ په خپلو خولو زهر تويوى؛ په خپلو شونډو يې تورې دى، ځکه چې هغوئ وائى چې، ”زمونږ خبره څوک اورى؟“ 8خو تۀ، زما پلاره، پرې خاندې؛ تۀ په ټولو قومونو پورې ملنډې وهې. 9اے زما قوته، زۀ ستا انتظار کوم؛ ځکه چې زما پلار زما قلعه دے. 10زما پلار به په خپله مينه سره زما ملاقات ته راشى؛ زما پلار به ما ته اجازه راکړى چې په خپلو تورلګوونکو باندې په فتح سره وګورم. 11هغوئ مۀ وژنه، ګنې زما قوم به هېر کړى؛ په خپل قوت سره هغوئ سرګردانه کړه، او ښکته يې کړه، اے حاکمه پلاره، زمونږ ډاله. 12د هغوئ د خولو د ګناه په وجه، د هغوئ د شونډو د خبرو په وجه، دوئ دې په خپل غرور کښې راګېر شى—د هغو بدداعاګانو او دروغو په وجه چې هغوئ وائى.
13په قهر سره هغوئ فنا کړه، هغوئ داسې فنا کړه چې نور پاتې نۀ شى، دې دپاره چې خلق پوهه شى چې زمونږ پلار د يعقوب په قوم باندې د زمکې تر څنډو پورې حکومت کوى. 14هغوئ د ماښام په وخت راستنيږى، د سپيو په شان غپيږى او د ښار نه چاپېره ګرځى. 15هغوئ د خوراک دپاره ګرځى، او کۀ مړه نۀ شى نو غريږى. 16خو زۀ به ستا د قوت سندرې وايم؛ سحر به زۀ ستا د مينې په اوچت آواز سندرې وايم. ځکه چې تۀ زما قلعه يې، زما د تکليف په وخت کښې زما پناه ګاه. 17اے زما قوته، زۀ به ستا ثناء ګانې وايم؛ ځکه چې زما پلار زما قلعه دے، زمونږ پلار چې ما سره مينه کوى.