اے زما روحه، د زمونږ پلار ثنا بيان کړه
د داؤد زبور.
زموږ د پلار د مهربانیو لړلیک چې باید هېر نه شي — ګناهونه بښل شوي، ناروغۍ روغې شوې، ژوند له کندې خلاص شوی. د دې په منځ کې یوه پرتله ده: لکه څنګه چې د یو پلار زړه خپلو اولادونو ته ورځي، هسې د هغه زړه موږ ته راځي. هغه په یاد لري چې موږ خاوره یو.
103 1اے زما روحه، د زمونږ پلار ثنا بيان کړه؛ او اے زما دننه هر څۀ، د هغۀ د پاک نوم ثنا بيان کړه!
2اے زما روحه، د زمونږ پلار ثنا بيان کړه، او د هغۀ هيڅ احسان مۀ هېروه، 3هغه چې ستا ټول ګناهونه بخښى، او ستا ټولې ناروغۍ روغوى، 4هغه چې ستا ژوند د قبر نه خلاصوى، او تا ته د وفاداره مينې او رحم تاج درکوى، 5هغه چې تا په ښو شيانو ماړه کوى، ترڅو چې ژوندے يې، نو ستا ځوانى د عقاب په شان بيا نوې کيږى.
6زمونږ پلار صداقت کوى، او د ټولو مظلومانو دپاره انصاف کوى.
7هغۀ خپلې لارې موسىٰ ته څرګندې کړې، او خپل کارونه يې د اِسرائيلو قوم ته وښودل. 8زمونږ پلار رحمدل او مهربان دے، په غصه کښې ورو دے او د وفاداره مينې نه ډک دے. 9هغه به تل ملامته نۀ کوى، او نۀ به خپله غصه تل ساتى. 10هغه زمونږ سره زمونږ د ګناهونو مطابق سلوک نۀ کوى، او نۀ مونږ ته زمونږ د بدکارونو مطابق بدله راکوى. 11ځکه چې لکه څنګه آسمان د زمکې نه اوچت دے، هم هغه شان د هغۀ وفاداره مينه هغو کسانو ته لويه ده چې د هغۀ نه وېرېږى؛ 12لکه څومره چې مشرِق د مغرِب نه ليرې دے، هم هغومره زمونږ پلار زمونږ ګناهونه زمونږ نه ليرې کړل.
13لکه څنګه چې د پلار زړۀ د خپلو بچو دپاره درديږى، هم هغه شان د زمونږ پلار زړۀ د هغو کسانو دپاره درديږى چې د هغۀ نه وېرېږى. 14ځکه چې هغه پوهيږى چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو؛ هغۀ ته ياد دى چې مونږ خاورې يُو. 15د اِنسان ورځې د واښو په شان دى؛ هغه د پټى د يو ګُل په شان غوړيږى؛ 16ځکه چې هوا پرې تېريږى، نو هغه ورک شى، او د هغۀ ځائ بيا هغه نۀ پېژنى. 17خو د زمونږ پلار وفاداره مينه د ازل نه تر ابده پورې د هغو کسانو دپاره ده چې د هغۀ نه وېرېږى، او د هغۀ صداقت د بچو بچو ته دے، 18د هغو کسانو دپاره چې د هغۀ لوظ ساتى او د هغۀ د حُکمونو عمل کول ياد ساتى.
19زمونږ پلار خپل تخت په آسمانونو کښې قائم کړے دے، او د هغۀ بادشاهى په هر څۀ باندې حکومت کوى.
20اے د هغۀ فرښتو، اے تاسو طاقتورو چې د هغۀ حُکم بجا کوئ، د زمونږ پلار ثنا بيان کړئ، د هغۀ د هرې وينا تابعدارى کوئ! 21اے د هغۀ ټولو لښکرو، اے د هغۀ نوکرانو چې د هغۀ مرضى پوره کوئ، د زمونږ پلار ثنا بيان کړئ! 22اے د هغۀ ټولو مخلوقاتو، د زمونږ پلار ثنا بيان کړئ، د هغۀ په ټوله بادشاهۍ کښې. اے زما روحه، د زمونږ پلار ثنا بيان کړه!