د پلار زوئ د ازمائيونکى سره مخامخ کيږى
له څلوېښتو ورځو وروسته وږی، عيسىٰ آزمویونکي ته درې ځله د خپل پلار له کلامه ځواب ورکوي، پرته له دې چې څه ثابت کړي. وروسته په کفرناحوم کې مېشت کېږي، کب نیونکي رابولي چې سمدستي خپل جالونه پرېږدي، او له هرې خوا ګڼه ګوڼه راځي او هر هغه څوک راوړي چې بل هېچا نه شو روغولی.
4 1بيا روحُ القُدس عيسىٰ بيابان ته بوتلو، دې دپاره چې د شيطان په لاس وازمائيلے شى. 2او کله چې هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله، نو وږے شو. 3ازمائيونکے راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې، نو دې تيږو ته ووايه چې ډوډۍ شى.“
4خو هغۀ جواب ورکړو چې، ”ليکلى دى چې، ’اِنسان به يواځې په ډوډۍ نۀ ژوندے پاتې کيږى، بلکې د زمونږ پلار د خُلې په هر کلام.‘“
5بيا شيطان هغه پاک ښار ته بوتلو، د بيتُ المُقدس تر ټولو اوچتې څوکې باندې يې ودرولو، 6او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې، نو ځان راوغورزوه، ځکه چې په کتاب کښې ليکلى دى چې، ’هغه به خپلو فرښتو ته ستا په حقله حُکم ورکوى، او هغوئ به تا په خپلو لاسونو باندې پورته کوى، ترڅو چې ستا پښه په کومه تيږه ونۀ لګيږى.‘“
7عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”دا هم ليکلى دى چې، ’تۀ به خپل پلار نۀ ازمائې.‘“
8بيا شيطان هغه ډېر اوچت غر ته بوتلو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغو لوئى يې ورته وښودله. 9هغۀ ورته ووئيل چې، ”دا ټول به زۀ تا له درکوم، کۀ تۀ سجده وکړې او زما عبادت وکړې.“
10بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”اے شيطانه، لرې شه! ځکه چې په کتاب کښې ليکلى دى چې، ’د خپل پلار عبادت کوه، او يواځې د هغۀ بندګى کوه.‘“
11بيا شيطان هغه پرېښودو، او ناببره فرښتې راغلې او د هغۀ خدمت يې وکړو.
په ګليل کښې رڼا راخېژى
12نو کله چې هغۀ واورېدل چې يوحنا نيولے شوے دے، نو ګليل ته لاړو. 13هغۀ ناصرت پرېښودو او په کفرنحوم کښې مېشت شو، چې د سمندر غاړې ته، د زبولون او نفتالى په علاقه کښې وو، 14دې دپاره چې هغه خبره پوره شى کومه چې د يسعياه نبى په وسيله وئيلے شوې وه: 15”د زبولون مُلک او د نفتالى مُلک، د سمندر لار، د اُردن هاخوا، د غېر قومونو ګليل، 16هغه خلق چې په تيارۀ کښې اوسېدل، هغوئ لويه رڼا وليدله، او هغه کسان چې د مرګ په علاقه او سيورى کښې اوسېدل، په هغوئ باندې رڼا راخوره شوه.“
17له هغه وخته عيسىٰ وعظ کول شروع کړل او فرمائيل يې چې، ”توبه وباسئ، ځکه چې د زمونږ پلار بادشاهى نزدې ده.“
عيسىٰ خپل اول مريدان رابلى
18کله چې هغه د ګليل د سمندر غاړې ته روان وو، نو دوه ورُوڼه يې وليدل، شمعون چې پطروس ورته وئيلے کيږى او د هغۀ ورور اندرياس، چې سمندر کښې يې جال غورزولو، ځکه چې هغوئ ماهيګير وُو.
19هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما پسې راشئ، او زۀ به تاسو د اِنسانانو ماهيګير جوړ کړم.“
20هغوئ سمدستي خپل جالونه پرېښودل او د هغۀ پسې روان شول. 21هغه چې له هغه ځايه مخکښې لاړو، نو نور دوه ورُوڼه يې وليدل، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا، چې د خپل پلار زبدى سره په کشتۍ کښې خپل جالونه رغول، نو هغۀ هغوئ راوبلل. 22هغوئ سمدستي کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او د هغۀ پسې روان شول.
پلار د خپل زوئ په وسيله شفا ورکوى
23هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادت خانو کښې يې تعليم ورکولو، د بادشاهۍ زېرے يې اعلانولو، او د خلقو په مينځ کښې يې هر رنګ ناروغۍ او بيمارى روغولې. 24د هغۀ خبر په ټول شام کښې خور شو. هغوئ ټول ناروغان ورته راوستل، هغه کسان چې د بېلا بېلو ناروغيو او دردونو ښکار وُو، چې پېرِيان پرې مُسلط وُو، د مرګى ناروغان او شل، او هغۀ هغوئ ته شفا ورکړه. 25د ګليل، دکپولس، يروشلم، يهوديه او د اُردن د هاخوا نه لوئ لوئ ګڼې خلق د هغۀ پسې روان شول. a a v25 دکپولس د لسو ښارونو يوه ټولګه وه چې زياتره د غېر قومونو خلق پکښې اوسېدل، د ګليل د سمندر ختيځ او سويل ختيځ طرف ته.