زمونږ پلار د خپلې وفادارۍ يادونه کوى
په شکیم کې زموږ پلار ټوله کیسه په لومړي شخص بیانوي، له ابراهیم څخه چې د سیند هاخوا و، تر هغو کورونو پورې چې دوی نه وو جوړ کړي. یشوع دوی دې ته اړ باسي چې انتخاب وکړي؛ خلک ډېر په اسانۍ ټینګار کوي، او هغه یې خبروي. یوه ډبره د شاهد په توګه درول کېږي. بیا هغه مړ کېږي.
24 1يشوع د اِسرائيل ټول قبيلې شکيم ته راجمع کړې، او د هغوئ مشران، سرداران، قاضيان او اهلکاران يې راوغوښتل، او هغوئ د زمونږ پلار په حضور کښې ودرېدل.
2يشوع ټولو خلقو ته ووئيل چې، ”زمونږ پلار، د اِسرائيل خُدائ پاک، داسې فرمائى چې، ’ډېر پخوا ستاسو پلار نيکونه د فرات د سيند هاخوا اوسېدل، تارح چې د اِبراهيم او د نحور پلار وو، او هغوئ د نورو بتانو عبادت کوو.‘ 3ما ستاسو پلار اِبراهيم د سيند د هاخوا نه راواخستلو، او د کنعان په ټوله مُلک کښې مې وګرځولو، او د هغۀ اولاد مې زيات کړو، او اِسحاق مې ورکړو. 4ما اِسحاق ته يعقوب او عيسو ورکړل، او عيسو ته مې د سعير غر د ملکيت دپاره ورکړو، خو يعقوب او د هغۀ زامن مِصر ته لاړل.
5’ما موسىٰ او هارون ولېږل، او مِصر مې په هغه څۀ سره وواهو چې ما د هغوئ په مينځ کښې وکړل، بيا مې تاسو راوويستلئ.‘ 6ما ستاسو پلار نيکونه د مِصر نه راوويستل، او تاسو سمندر ته ورسېدئ. او مِصريانو ستاسو پلار نيکونه د رتهونو او سورليو سره د سور سمندر پورې وشړل. 7کله چې هغوئ ما ته فرياد وکړو، نو ما ستاسو او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله، او سمندر مې په هغوئ باندې راوستلو او پټ کړل مې. ستاسو سترګو هغه څۀ وليدل چې ما په مِصر کښې وکړل. بيا تاسو ډېره موده په بيابان کښې اوسېدئ.
8’ما تاسو د اموريانو مُلک ته راوستلئ چې د اُردن د هاخوا دے. هغوئ ستاسو سره جنګ وکړو، خو ما هغوئ ستاسو په لاس کښې ورکړل، او تاسو د هغوئ مُلک ونيولو. ما هغوئ ستاسو د مخه تباه کړل. 9بيا د موآب بادشاه بلق د صفور زوئ پاڅېدو او د اِسرائيل سره يې جنګ وکړو. او هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتلو چې تاسو لعنت کړى، 10خو ما د بلعام خبره وا نۀ ورېدله، نو هغۀ تاسو ته بار بار برکت درکړو، او ما تاسو د هغۀ د لاس نه بچ کړئ.
11تاسو د اُردن نه پورې يريحو ته ورسېدئ. د هغه ښار اوسېدونکو ستاسو سره جنګ وکړو، اموريان، فرزيان، کنعانيان، حِتيان، جرجاشيان، حويان او يبوسيان، خو ما هغوئ ستاسو په لاس کښې ورکړل. 12ما ستاسو د مخه زنبور ولېږلو، او هغۀ د اموريانو دوه بادشاهان ستاسو د مخه وشړل، نۀ په ستاسو تُورې او نۀ په ستاسو لينده سره. 13ما تاسو ته هغه مُلک درکړو چې تاسو پرې محنت نۀ وو کړے، او هغه ښارونه چې تاسو جوړ کړى نۀ وُو، او تاسو په هغو کښې اوسئ. تاسو د هغو انګورو او زيتونو د باغونو نه خورئ چې تاسو کرلى نۀ وُو.‘
14نو اوس د زمونږ پلار نه ويرېږئ، او په پوره رښتينولۍ او وفادارۍ سره د هغۀ عبادت کوئ. او هغه بتان لرې کړئ چې ستاسو پلار نيکونو د سيند د هاخوا او په مِصر کښې عبادت کوو، او د زمونږ پلار عبادت کوئ. 15خو کۀ د زمونږ پلار عبادت کول تاسو ته غلط ښکارى، نو نن ځان دپاره غوره کړئ چې د چا عبادت به کوئ، د هغو بتانو چې ستاسو پلار نيکونو د سيند د هاخوا عبادت کوو، او کۀ د اموريانو د بتانو چې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسئ. خو زۀ او زما کورنۍ، مونږ به د زمونږ پلار عبادت کوو.“
16خلقو جواب ورکړو چې، ”مونږ به هيچرې زمونږ پلار پرېنږدو چې د نورو بتانو عبادت وکړو. 17ځکه چې زمونږ پلار مونږ او زمونږ پلار نيکونه د مِصر د مُلک نه، د غلامۍ د کور نه راوويستل، او زمونږ د سترګو په وړاندې يې دا لوئى لوئى نښانې وکړې. هغۀ مونږ په ټوله لاره کښې چې مونږ پکښې سفر وکړو، او د ټولو هغو قومونو په مينځ کښې چې مونږ ترې تېر شو، بچ وساتلو. 18او زمونږ پلار زمونږ د مخه ټول قومونه وشړل، د هغو اموريانو سره چې په دې مُلک کښې اوسېدل. مونږ به هم د هغۀ عبادت کوو، ځکه چې هغه زمونږ پلار دے.“
19يشوع خلقو ته ووئيل چې، ”تاسو د زمونږ پلار عبادت نۀ شئ کولے، ځکه چې هغه قدوس خُدائ پاک دے، غيُور خُدائ پاک دے. هغه به ستاسو بغاوت او ګناهونه معاف نۀ کړى. 20کۀ تاسو زمونږ پلار پرېږدئ او د پردو بتانو عبادت وکړئ، نو هغه به مخ واړوى او تاسو ته به تکليف درکړى او تاسو به ختم کړى، وروستو له دې چې هغۀ تاسو سره ښيګړه کړې وى.“
21خو خلقو يشوع ته ووئيل چې، ”نه! مونږ به د زمونږ پلار عبادت کوو.“
22بيا يشوع خلقو ته ووئيل چې، ”تاسو د خپل ځان په خلاف ګواه يئ چې تاسو زمونږ پلار غوره کړو، چې د هغۀ عبادت وکړئ.“ هغوئ ووئيل چې، ”مونږ ګواه يُو.“
23”نو اوس هغه پردى بتان چې ستاسو په مينځ کښې دى لرې کړئ، او خپل زړونه د زمونږ پلار، د اِسرائيل د خُدائ پاک په طرف واړوئ.“
24خلقو يشوع ته ووئيل چې، ”مونږ به د زمونږ پلار عبادت کوو، او د هغۀ تابعدارى به کوو.“
25يشوع په هغه ورځ د خلقو سره لوظ وکړو، او په شکيم کښې يې د هغوئ دپاره قانون او حُکم مقرر کړو. 26يشوع دا خبرې د زمونږ پلار د شريعت په کتاب کښې وليکلې، بيا يې يوه لويه تيږه راواخستله او هلته يې د زمونږ پلار د عبادت ګاه سره د بلوط د ونې لاندې ودروله.
27يشوع ټولو خلقو ته ووئيل چې، ”وګورئ، دا تيږه به زمونږ په خلاف ګواه وى، ځکه چې دې هغه هره خبره واورېده چې زمونږ پلار مونږ ته وفرمائيله. دا به ستاسو په خلاف ګواه وى، چې تاسو د خپل پلار نه اِنکار ونۀ کړئ.“ 28بيا يشوع خلق واپس ولېږل، هر يو خپلې ميراث ته.
يشوع، د پلار خادم، آرام مومى
29د دې نه پس، د نون زوئ يشوع، د زمونږ پلار خادم، د ۱۱۰ کالو په عمر کښې مړ شو. 30هغوئ هغه د هغۀ په ميراث کښې په تِمنت سِرح کښې ښخ کړو، چې د افرائيم په غرنى علاقه کښې د جعش د غر د شمال په طرف دے. 31اِسرائيل د يشوع په ټوله عمر کښې د زمونږ پلار عبادت وکړو، او د هغو مشرانو په ټولو ورځو کښې چې د يشوع نه پس ژوندى پاتې شول او هغه ټول کار يې پېژندو چې زمونږ پلار د اِسرائيل دپاره کړے وو. 32د يوسف هډوکى چې بنى اِسرائيلو د مِصر نه راوړى وُو، هغوئ په شکيم کښې ښخ کړل، په هغه ځمکه کښې چې يعقوب د شکيم د پلار حمور د زامنو نه په سلو سکو رانيولې وه، او دا د يوسف د اولاد ميراث شوه. 33د هارون زوئ اِلعازر مړ شو، او هغوئ هغه په جِبعه کښې ښخ کړو، چې د افرائيم په غرنى علاقه کښې د هغۀ زوئ فينحاس ته ورکړې شوې وه.