د يسى د تنې نه يوه زرغونه
له پرې شوې کنډې یوه ټوکه راټوکېږي، چې د خپلو سترګو د لید له مخې نه، بلکې د حلیمانو لپاره په انصاف قضاوت کوي. ښکاري او ښکار یوځای پرېوځي او یو ماشوم د مار تر سوړې سره په امن لوبې کوي، ځکه چې ځمکه زموږ د پلار له پېژندنې ډکه ده.
11 1د يسى د تنې نه به يوه زرغونه راوټوکيږى؛ د هغۀ د ريښو نه به يوه څانګه مېوه ونيسى. a a v1 پولوس عيسىٰ د يسى ريښه بولى چې قومونه پرې اُميد لرى — روميان ۱۵:۱۲؛ مکاشفه ۵:۵؛ مکاشفه ۲۲:۱۶. 2د زمونږ پلار روح به پر هغۀ قرار ونيسى— د حکمت او پوهې روح، د مشورې او طاقت روح، د علم او د زمونږ پلار د وېرې روح، 3او هغه به د زمونږ پلار په وېره کښې خوشحاله وى. هغه به د خپلو سترګو په ليدو فيصله نۀ کوى، او نۀ به د خپلو غوږونو په اورېدو فيصله کوى، 4بلکې هغه به په صداقت سره د غريبانو انصاف کوى، او د زمکې د حليمانو دپاره به په برابرۍ فيصله کوى. هغه به د خپلې خولې په لښتې زمکه ووهى، او د خپلو شونډو په سا به بدکاران مړۀ کړى. 5صداقت به د هغۀ د مِلا کمربند وى، او وفادارى به د هغۀ د نَمَرو پټکے وى. 6لېوه به د ورى سره ژوند کوى، پړانګ به د چېلى سره پرېوځى، سخے، زمرے او څربه څاروے به يوځائ وى—او يو وړوکے ماشوم به د هغوئ مشرى کوى. 7غوا او يږ به څرى، د هغوئ بچى به يوځائ پرېوځى، او زمرے به د غويى په شان بوس خورى. 8شيدې خورونکے ماشوم به د کوبرې مار د سورى په سر لوبې کوى، او د شيدو نه بيل شوے ماشوم به د زهرجن مار په ځاله لاس کېږدى. 9هغوئ به زما په ټول مقدس غرۀ باندې نۀ تاوان رسوى او نۀ به تباهى کوى، ځکه چې زمکه به د زمونږ پلار د علم نه داسې ډکه وى لکه څنګه چې اوبۀ سمندر پټوى.
10په هغه ورځ کښې به د يسى ريښه د قومونو دپاره د جهنډا په شان ودريږى؛ اُمتونه به هغه لټوى، او د هغۀ د ارام ځائ به پُر جلاله وى. b b v10 پولوس دا آيت د عيسىٰ په حقله وړاندې کوى — د يسى ريښه چې د قومونو د حکومت دپاره پاڅيږى، او غير قومونه پرې اُميد لرى (روميان ۱۵:۱۲). 11په هغه ورځ کښې به قادر مطلق پلار دوېم ځل خپل لاس وغزوى چې د خپلو خلقو پاتې شوے باقى بيا راټول کړى—د اسوريې نه، د مصر نه، د فتروس نه، د کوش نه، د عيلام نه، د سنعار نه، د حمات نه، او د سمندر د ټاپوګانو نه. 12هغه به د قومونو دپاره يو جهنډا اوچت کړى او د اِسرائيل جلاوطن شوى به راټول کړى؛ هغه به د يهوداه خواره واره خلق د زمکې د څلورو کُنجونو نه راجمع کړى. 13د افرائيم حسد به ختم شى، او د يهوداه دښمنان به پرې کړلى شى؛ افرائيم به په يهوداه حسد نۀ کوى، او يهوداه به د افرائيم سره دښمنى نۀ کوى. 14هغوئ به د لوېديځ په طرف د فلستيانو په غاړو باندې يرغل وکړى؛ يوځائ به د مشرق خلق لوټ کړى. هغوئ به ادوم او موآب ونيسى، او عمونيان به د هغوئ تابعدار شى. 15زمونږ پلار به د مصر د سمندر څانګه بالکل تباه کړى؛ د سوزونکى باد سره به خپل لاس د فرات سيند باندې وخوځوى. هغه به هغه په اوو ويالو ماتَه کړى دې دپاره چې خلق په څپلو کښې ترې اووړى. c c v15 د مصر سمندر سور سمندر دے؛ د هغۀ شمالى څانګې د سوېز خليج او د عقبې خليج شاملوى. 16د هغۀ د خلقو د باقى پاتې شوو دپاره به يوه لويه لار وى، هغوئ چې لا تر اوسه په اسوريه کښې پاتې دى، لکه څنګه چې د اِسرائيل دپاره وه په هغه ورځ چې هغوئ د مصر د ملک نه راووتل.