تا زۀ تسلى راکړم
د قضاوت وروسته ورځې لپاره یوه لنډه سندره. سندرغاړی په ساده ډول له خپل پلار مننه کوي د هغه غوسې لپاره چې ګرځېدلې ده او د هغه تسلي لپاره چې راغلې ده، او وایي چې باور به کوي او نه به وېرېږي. اوبه په خوښۍ راایستل کېږي، او صهیون سندرې وايي ځکه چې قدوس نږدې دی.
12 1او په هغه ورځ کښې به تۀ ووائې چې، ”اے زما پلاره، زۀ به ستا ثناء وايم، ځکه چې اګرچې تۀ په ما باندې غصه وې، خو ستا غصه واپس شوه، او تا زۀ تسلى راکړم. 2ګوره، زمونږ پلار زما خلاصون دے؛ زۀ به توکل کوم او نۀ به يرېږم، ځکه چې زما پلار زما طاقت او زما سندره دے؛ هغه زما خلاصون شوے دے.“ 3تاسو به په خوشحالۍ سره د خلاصون د کوهيانو نه اوبۀ راکاږئ. 4او په هغه ورځ کښې به تاسو ووايئ چې، ”د زمونږ پلار شکر اداء کوئ، د هغۀ نوم ياد کوئ، ټولو قومونو ته د هغۀ کارونه بيان کوئ، اعلان کوئ چې د هغۀ نوم سرلوړے دے. 5د زمونږ پلار دپاره سندرې وايئ، ځکه چې هغۀ شاندار کارونه کړى دى؛ دا دې په ټوله زمکه کښې معلوم شى. 6اے د صيون اوسېدونکيه، په چغو چغو سره د خوشحالۍ سندرې وايه، ځکه چې د اِسرائيل پاک ذات - زمونږ پلار - ستا په مينځ کښې لوئ دے.“