پلار د جوج په خلاف خبرې کوى
جوج د ماجوج په ژامو کې د کنډو په وسيله راګرځول کېږي او د يوې بيا مېشتې، بېدېواله ځمکې پر وړاندې راکش کېږي چې د لوټلو پلان يې لري. سوداګر پوښتي چې ايا هغه د غنيمت لپاره راغلی دی. زموږ پلار وايي چې دا يرغل د هغه خپل کار دی، او پخپله ځمکه به ولړزي.
38 1د زمونږ پلار کلام ما ته راغلو چې،
2اے اِبن آدمه، خپل مخ د جوج په خلاف کړه، چې د ماجوج د ملک نه دے، د مِشَک او تُوبَل مشر رئيس، او د هغۀ په خلاف نبوت وکړه. 3ووايه چې، مالِک پلار داسې فرمائى، ”اے جوجه، د مِشَک او تُوبَل مشره رئيسه، زۀ ستا خلاف يم. 4زۀ به تا راوګرځوم، ستا په زامو کښې به کونړۍ ورننباسم، او تا به ستا د ټولې فوځ سره راوباسم، آسونه او آسواران، ټول پوره وسله وال، يو لوئ لښکر د لويو او وړو ډالونو سره، هر يو د تورې نيوونکے. 5فارس، کُوش او فُوط د دوئ سره دى، ټول د ډالونو او خودونو سره ليس. 6جُومَر د خپلو ټولو لښکرو سره، او د بيت تُوجَرمَه، چې د ليرې شمال نه دے، د خپلو ټولو لښکرو سره، ډېر قومونه ستا سره دى.
7تيار اوسه، خپل ځان تيار کړه، تۀ او هغه ټول لښکرې چې ستا شاوخوا راغونډ شوى دى، او د دوئ ساتونکے اوسه. 8د ډېرو ورځو نه پس به تۀ راوبللے شې. په وروستيو کالونو کښې به تۀ يو داسې ملک ته حمله وکړې چې د جنګ نه بچ شوے دے، چې د هغۀ خلق د ډېرو قومونو نه د اِسرائيل غرونو ته راغونډ شوى دى، چې ډېره موده وران پراتۀ وُو. د قومونو نه راايستے شوى، اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى. 9تۀ به مخکښې راشې، لکه طوفان چې راوخيژى، لکه وريځ چې ملک پټ کړى، تۀ او ستا ټول لښکرې، او ډېر قومونه ستا سره.“
10مالِک پلار داسې فرمائى، ”په هغه ورځ به ستا په زړۀ کښې خيالونه راشى، او تۀ به يو بد منصوبه جوړ کړې. 11تۀ به ووايې چې، ’زۀ به د بېديوالونو کليو ملک ته ورروان شم، زۀ به په يو پرامن قوم چې په امن کښې اوسيږى حمله وکړم، چې ټول بې ديوالونو، بې اړغو او بې دروازو دى،‘ 12دې دپاره چې لُوټ او ماله ونيسم، چې د بيا آباد شويو ويرانو او د هغه خلقو په خلاف چې د قومونو نه راغونډ شوى دى حمله وکړم، چې مال او سامان يې ګټلے دے او د زمکې په مرکز کښې اوسيږى. 13سَبا، دِدان او د تَرسِيس سوداګر د خپلو ټولو ځوانو زمريانو سره به له تا نه پوښتنه وکړى چې، ’آيا تۀ د لُوټ نيولو دپاره راغلے يې؟ آيا تا خپل لښکر د ماله کولو دپاره راغونډ کړے دے، چې سپين زر او سرۀ زر يوسې، مال او سامان ونيسې، او لوئ لُوټ بوځې؟‘“
14نو اے اِبن آدمه، نبوت وکړه، او جوج ته ووايه چې، مالِک پلار داسې فرمائى، ”په هغه ورځ چې کله زما قوم اِسرائيل په امن کښې اوسيږى، آيا تۀ به دا نۀ پوهيږې؟ 15تۀ به د خپل ځائ نه چې په ليرې شمال کښې دے راشې، تۀ او ډېر قومونه ستا سره، ټول په آسونو سوارۀ، يو لوئ لښکر، يوه زورور فوځ. 16تۀ به زما قوم اِسرائيل باندې راپورته شې لکه وريځ چې ملک پټ کړى. په وروستيو ورځو کښې به زۀ تا زما ملک ته راولم، اے جوجه، دې دپاره چې کله زۀ ستا په وسيله د دوئ د سترګو په وړاندې خپل ځان پاک وښايم، نو قومونه به ما وپېژنى.“
17مالِک پلار داسې فرمائى، آيا تۀ هم هغه يې چې ما د پخوا نه زما د خدمتګارانو، د اِسرائيل د نبيانو په وسيله ستا په حقله ووئيل، چې هغه وخت يې کالونه نبوت وکړو چې زۀ به تا د دوئ په خلاف راولم؟ 18په هغه ورځ چې کله جوج د اِسرائيل ملک باندې حمله وکړى، مالِک پلار فرمائى، زما تودۀ غضب به راپورته شى. 19”زما د غيرت او زما د غضب د اور په وسيله زۀ فرمايم چې، په هغه ورځ به د اِسرائيل ملک کښې يوه لويه زلزله راشى. 20د سمندر کبان، د آسمان مرغان، د ځنګل ځناور، هر هغه رنګور چې په زمکه باندې خوځيږى، او هر هغه سړے چې په زمکه باندې دے، زما د حضور نه به ولړزيږى. غرونه به راوغورځولے شى، تيږې غرونه به راوپرزيږى، او هر ديوال به په زمکه راپريوځى.“ 21زۀ به زما په ټولو غرونو باندې د جوج په خلاف تورې راوبلم، مالِک پلار فرمائى، د هر سړى توره به د خپل ورور په خلاف راوګرځى. 22”زۀ به د هغۀ عدالت د وبا او د وينو تويېدو په وسيله وکړم، زۀ به په هغۀ، د هغۀ په لښکرو او په هغو ډېرو قومونو چې د هغۀ سره دى سيلابى باران، د ږلۍ تيږې، اور او ګندهک وورم. 23نو زۀ به خپله لوئى او پاکوالے وښايم او د ډېرو قومونو په وړاندې به خپل ځان وپېژندم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ پلار يم.“