چاپ شوی
کتاب

پولوس په قُرنتُس کښې کليسا جوړوى

پولس له اکيلا او پرسکلې سره خيمې جوړوي او هر سبت بحث کوي تر هغه چې مخالفت يې ګاونډي کور ته وشړي. په رويا کې ورته ويل کېږي چې خبرو ته دوام ورکړي، نو يو نيم کال پاتې کېږي. ګاليو قضيه د الفاظو پر سر يوه شخړه بولي او ردوي يې، او ګڼه ګوڼه پر ځای يې سوستانيس وهي.

څپرکی 18.

د دې نه پس پولوس اَتهينے پرېښودو او قُرنتُس ته لاړو. هلته هغۀ ته يو يهودى په لاس ورغلو چې نوم يې اکوئلا وو، د پنطُس اوسېدونکے وو، چې نوے د اِطاليه نه خپلې بيبۍ پرِسکِله سره راغلے وو، ځکه چې کلودِيوس حُکم کړے وو چې ټول يهوديان دې د روم نه ووزى. پولوس هغوئ سره وليدل، او ځکه چې د هغوئ کسب يو شان وو، نو هغه هلته پاتې شو او د هغوئ سره يې کار کولو، ځکه چې د کسب په لحاظ هغوئ د خېمو جوړوونکى وُو. هغه به هره د آرام ورځ په عبادت خانه کښې بحث کولو او کوشش به يې کولو چې يهوديان او يونانيان قائل کړى. کله چې سيلاس او تيموتيس د مکِدُنيه نه راغلل، نو پولوس په کلام کښې ډوب شو او يهوديانو ته يې ګواهى ورکوله چې عيسىٰ هم هغه مسيح دے. خو کله چې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل، نو هغۀ خپلې جامې وڅنډلې او ووئيل چې، ”ستاسو وينه دې په خپلو سرونو باندې وى! زۀ د دې نه پاک يم. د اوس نه به زۀ غېر يهوديانو ته ورځم.“

او هغه د عبادت خانې نه لاړو او د تيطُس يُوستُس کور ته ورغلو چې زمونږ د پلار عبادت کوونکے وو او د عبادت خانې سره نژدے وو. کرِسپُس چې د عبادت خانې مشر وو، هغۀ د خپل ټول کور خلقو سره په مالِک ايمان راووړو او د قُرنتُس ډېرو خلقو چې د پولوس خبرې واورېدلې، ايمان يې راووړو او بپتسمه ورکړے شوه.

يوه شپه مالِک په يوه رويا کښې پولوس ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، خبرې کوه، چُپ مۀ کېږه، ځکه چې زۀ ستا سره يم او هيڅوک به تا باندې حمله ونۀ کړى چې تا ته نقصان درکړى، ځکه چې په دې ښار کښې زما ډېر خلق دى.“

نو پولوس هلته يو کال او شپږ مياشتې پاتې شو او د هغوئ په مينځ کښې يې زمونږ د پلار کلام ښودلو.

کله چې ګالِيو د اخايه حاکم وو، نو يهوديان يو موټے شول او د پولوس خلاف يې ودرېدل او هغه يې عدالت ته راووستلو، او ووئيل چې، ”دا سړے خلق قائلوى چې د شريعت خلاف طريقې سره د خُدائ پاک عبادت وکړى.“

کله چې پولوس غوښتل چې خبرې وکړى، نو ګالِيو يهوديانو ته ووئيل چې، ”اے يهوديانو، کۀ دا چرې کوم ظلم يا بد جُرم وَى، نو ما له به وجه وه چې ستاسو برداشت وکړم. خو ځکه چې دا د خبرو، نومونو او ستاسو د خپل شريعت په حقله جګړه ده، نو تاسو خپله يې فيصله وکړئ. زۀ د داسې خبرو فيصله نۀ کوم.“ او هغۀ هغوئ د عدالت نه وشړل.

نو هغوئ ټولو سوستهنيس چې د عبادت خانې مشر وو، ونيولو او د عدالت د ځائ په مخکښې يې ووهلو، خو ګالِيو ته د دې نه هيڅ پرواه نۀ وه.

پولوس بيا انطاکيه ته ستنيږى

پولوس بيا هم په قُرنتُس کښې ډېرې نورې ورځې پاتې شو. بيا هغۀ د وروڼو او خويندو نه رُخصت واخستو او د شام په طرف يې بېړۍ کښې سفر وکړو او پرِسکِله او اکوئلا هم ورسره وُو. په کِنخرِيه کښې هغۀ خپل وېښتۀ وخرېيلۍ، ځکه چې هغۀ يوه منت نيولے وو. a a v18 د خپلو وېښتو خرېيل د يهوديانو د هغه منت رسمى اختتام وو چې د خُدائ پاک دپاره د ځان وقف کولو وو. هغوئ اِفسُس ته ورسېدل، چرته چې پولوس پرِسکِله او اکوئلا پرېښودل، خو هغه پخپله عبادت خانې ته ننوتلو او يهوديانو سره يې بحث وکړو. کله چې هغوئ هغۀ ته ووئيل چې لا نور هلته پاتې شى، نو هغۀ اِنکار وکړو. خو هغه لاړو او ووئيل چې، ”کۀ زمونږ د پلار رضا وى، نو زۀ به بيا تاسو له راشم،“ او د اِفسُس نه يې بېړۍ کښې سفر وکړو.

کله چې هغه قيصريه ته ورسېدو، نو هلته پورته لاړو، کليسا ته يې سلام ووئيلو، بيا کوز انطاکيه ته لاړو.

د څۀ وخت هلته تېرولو نه پس، هغه د ګلتيه او فرُجيه د علاقو نه روان شو او ټول مريدان يې مضبوطول. يو يهودى چې نوم يې اپلوس وو، د اِسکندريه اوسېدونکے وو، اِفسُس ته راغلو، هغه ښۀ پوه سړے وو او په کلامُ الله کښې ښۀ ماهر وو. هغۀ ته د مالِک لار ښودلے شوے وه او د روح په جوش کښې هغۀ د عيسىٰ په حقله صحيح خبرې کولې او ښودنه يې کوله، اګر چې هغه يواځې د يوحنا په بپتسمه پوهېدلو. هغۀ په عبادت خانه کښې دليرى سره خبرې کولې. کله چې پرِسکِله او اکوئلا د هغۀ خبرې واورېدلې، نو هغه يې بېل کړو او زمونږ د پلار لار يې هغۀ ته لا زياته صحيح سره بيان کړه.

کله چې اپلوس وغوښتل چې اخايه ته لاړ شى، نو وروڼو او خويندو د هغۀ حوصله وزياته کړه او مريدانو ته يې وليکل چې هغه دې قبول کړى، او کله چې هغه ورسېدو، نو د هغه چا سره يې ډېره مرسته وکړه چې د فضل په وسيله يې ايمان راوړے وو، ځکه چې هغۀ په ملاعام کښې په زور سره يهوديان غلط ثابت کړل او د کلامُ الله نه يې ثابته کوله چې عيسىٰ هم هغه مسيح دے.