زمونږ پلار د داؤد کور ټينګوى
حیرام داؤد ته ماڼۍ جوړوي، کورنۍ یې زیاتېږي، او فلستیان د نوي مسح شوي پاچا په لټه کې راځي. دوه ځله داؤد لومړی له زموږ پلار څخه پوښتنه کوي؛ دوه ځله ځواب ورکول کېږي، او په دویم ځل ورته ویل کېږي چې د ونو په سرونو کې د قدمونو غږ ته انتظار وباسي.
14 1د صور بادشاه حيرام داؤد ته قاصدان ولېږل، او د ديار د ونو لرګى، معمار او ترکاڼان يې ورسره ولېږل، چې هغۀ دپاره يو کور جوړ کړى. 2داؤد پوهه شو چې زمونږ پلار هغه د اِسرائيل بادشاه کړے دے، ځکه چې د هغۀ بادشاهى د هغۀ د قوم اِسرائيل دپاره اوچته کړے شوے وه.
3داؤد په يروشلم کښې نورې ښځې واړولې، او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول. 4دا د هغو بچو نومونه دى چې په يروشلم کښې ورته پېدا شول: سموع، سوباب، ناتن او سليمان، 5اِبحار، اليسوع، الفلط، 6نوجه، نفج، يفيع، 7اليسمع، بعلياداع او اليفلط.
زمونږ پلار فلستيان مات کړل
8کله چې فلستيانو واورېدل چې داؤد د ټول اِسرائيل د بادشاه په توګه مسح کړے شوے دے، نو هغوئ ټول د داؤد په لټه کښې پورته راغلل. داؤد واورېدل او د هغوئ د مقابلې دپاره ووتو. 9فلستيان راغلى وُو او د رفائيم په دره کښې يې لوټ مار کړے وو.
10داؤد د زمونږ پلار نه پوښتنه وکړه، ”آيا زۀ د فلستيانو په خلاف لاړ شم؟ آيا تۀ به يې زما په لاس کښې راکړې؟“ نو زمونږ پلار ورته وفرمائيل، ”لاړ شه، او زۀ به يې ستا په لاس کښې درکړم.“
11هغوئ بعل فراصيم ته پورته لاړل؛ داؤد هلته هغوئ ووهل. داؤد ووئيل، ”زمونږ پلار زما د لاس په وسيله زما دښمنان داسې مات کړل لکه راوړلے سيلاب چې هر څۀ وړى.“ نو هغو هغه ځائ بعل فراصيم ونوماوو. a a v11 د بعل فراصيم معنىٰ ”هغه مالِک چې راوباسى.“ 12فلستيانو خپل بتان هلته پرېښودل، او داؤد حُکم وکړو، نو هغه وسوزولے شول.
13فلستيانو يو ځل بيا په دره کښې لوټ مار وکړو.
14داؤد بيا د زمونږ پلار نه پوښتنه وکړه، او زمونږ پلار وفرمائيل، ”د هغوئ پسې مۀ ورپورته کېږه. د هغوئ نه چاپېره واوړه او د بلسان د ونو د مخامخ طرف نه پرې ور يرغل وکړه. 15کله چې تۀ د بلسان د ونو په سرونو کښې د ګرځېدو آواز واورې، نو جنګ دپاره ووځه، ځکه چې ستا پلار ستا نه مخکښې ووتو چې د فلستيانو لښکر ووهى.“
16داؤد هغه شان وکړل لکه زمونږ پلار چې ورته حُکم کړے وو، او هغوئ د فلستيانو لښکر د جبعون نه بيا تر جزر پورې ووهلو. 17د داؤد نوم په ټولو مُلکونو کښې خور شو، او زمونږ پلار ټول قومونه د هغۀ نه ووېرول.