چاپ شوی
کتاب

د قورح اولاده

د موسيقۍ د مشر دپاره. د قورح د اولادې زبور.

زموږ پلار پخوا هم دې خلکو ته بخښنه کړې، او دوی ترې غواړي چې بيا يې وکړي، نه دا چې تر نسلونو په غوسه پاتې شي. هغه ځواب چې اوري سوله ده، او يو انځور: مينه او وفاداري سره مخامخ کېږي، صداقت او سوله يو بل ښکلوي، ځمکه خپل حاصل ورکوي.

څپرکی 85.

اے زمونږ پلاره، تا په خپله زمکه مهربانى وکړله، د يعقوب حال دې بحال کړو. تا د خپلو خلقو ګناه معاف کړله، د هغوئ ټولې خطاګانې دې پټې کړې. تا خپل ټول غضب لرې کړو، د خپل سوزوونکى قهر نه دې مخ واړولو.

اے زمونږ پلاره، زمونږ خلاصونه، مونږ بحال کړه، په مونږ باندې خپل خفګان لرې کړه. آيا تۀ به تل په مونږ باندې غصه وې؟ آيا تۀ به خپل قهر د نسل په نسل اوږدوې؟ آيا تۀ به مونږ بيا نۀ راژوندى کوې، دې دپاره چې ستا خلق په تا باندې خوشحالى وکړى؟ اے زمونږ پلاره، خپله وفاداره مينه مونږ ته وښايه، او خپل خلاصونه مونږ له راکړه.

پرېږده چې زۀ واورم چې زمونږ پلار به څۀ وائى، ځکه چې هغه به خپلو خلقو ته، خپلو وفادارانو ته د سلامتۍ خبره وفرمائى. خو هغوئ دې بيا خپلو احمقانه لارو ته رجوع نۀ کوى. يقيناً د هغۀ خلاصونه هغه کسانو ته نزدے دے چې د هغۀ نه يرېږى، دې دپاره چې لوئى زمونږ په زمکه کښې اوسېږى. وفاداره مينه او وفادارى سره مخامخ شوې، صداقت او سلامتى يو بل ته ښکُل شول. وفادارى د زمکې نه راوټوکېږى، او صداقت د آسمان نه ښکته ګورى. هو، زمونږ پلار به هغه څۀ ورکوى چې ښۀ دى، او زمونږ زمکه به خپل فصل راکوى. صداقت به د هغۀ مخکښې لاړ شى او د هغۀ د قدمونو دپاره به لار تياروى.