د خاورو نه د شهزادګانو دسترخوان ته
پوښتنه دا ده چې زموږ پلار، چې دومره لوړ ناست دی، څنګه دومره ښکته ویني. ځواب هغه څه دي چې کله ټیټېږي کوي یې: سوالګر له ایرو ډېرۍ پورته کوي چې له شهزادګانو سره کېني، او شنډې ښځې ته د اولادونو ډک کور ورکوي.
113 1حلليلويا! اے د زمونږ د پلار نوکرانو، د هغۀ ثنا ووايئ، د زمونږ پلار نوم ته ثنا ووايئ. 2د زمونږ د پلار نوم دې مبارک وى، له اوس نه او تر ابد پورې. 3د لمر د راختو نه تر لوېدو پورې، د زمونږ د پلار نوم دې ثنا ووايلے شى. 4زمونږ پلار د ټولو قومونو نه اوچت دے، د هغۀ جلال د آسمانونو نه پورته دے. 5د زمونږ د پلار په شان څوک دے، چې په اوچت ځائ ناست دے، 6چې آسمان او زمکه ته د کتو دپاره ټيټيږى؟ 7هغه غريب د خاورو نه راپورته کوى او محتاج د خاکرو د ډېرى نه اوچتوى، 8دې دپاره چې هغوئ د شهزادګانو سره، د خپل قوم د شهزادګانو سره کښېنوى. 9هغه بېاولاده ښځه په خپل کور کښې د بچو د خوشحالې مور په شان آباده کوى. حلليلويا!