زما پناه ځائ
د موسيقۍ د مشر دپاره. د داؤد.
ملګري داؤد ته مشوره ورکوي چې د مرغۍ په څېر غرونو ته وتښتي، ځکه غشي دمخه په ژه ایښودل شوي او بنسټونه ړنګېږي. هغه دا مشوره ردوي. پلار یې له خپل تخت څخه ګوري، هر چا ازمويي، او صادقان به د هغه مخ وویني.
11 1ما په خپل پلار کښې پناه نيولې ده. تاسو زما روح ته څنګه وئيلې شئ چې، ”د مرغۀ په شان خپل غر ته وتښته“؟ 2ځکه چې وګوره، بدکاران خپلې لينده تياروى، د غشى په تار باندې يې غشے ايښے دے چې د تيارو نه د نېک زړۀ خلقو باندې يې وولى. 3کله چې بنيادونه ونړولے شى، نو صادقان څۀ کولے شى؟ 4زمونږ پلار په خپل پاک هيکل کښې دے، د زمونږ پلار تخت په آسمان کښې دے. د هغۀ سترګې ګورى، د هغۀ نظر د بنى آدمو اولاد ازمائى. 5زمونږ پلار صادقان ازمائى، خو د هغۀ روح د بدکارانو او د هغۀ چې په ظلم مينه کوى نفرت کوى. 6په بدکارانو باندې به دامونه ووروى، اور او ګندهک او سوزوونکے باد به د هغوئ د پيالې حصه وى. 7ځکه چې زمونږ پلار صادق دے، هغه په صادقانه کارونو مينه کوى. نېک خلق به د هغۀ مخ وينى. a a v7 دا زبور چې کوم تر ټولو لوئ اجر يادوى هغه سلامتى نۀ بلکې د زمونږ پلار د مخ ليدل دى، نېک خلق د هغۀ سره تعلق لرى، او د هغۀ سره کېدل ټوله مقصد دے.