زما د کور دننه صداقت
د داؤد يو زبور.
د یو واکمن خپل د چلند اصول. هغه ژمنه کوي چې بې ارزښته شیان به له خپلو سترګو لرې ساتي، پټ غیبت کوونکی به چوپ کړي، یوازې وفادار به په کار ګماري او هېڅ درواغجن ته به په خپل کور کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي — او هر سهار به بدکاران له ښار څخه وباسي.
101 1زۀ به د مينې او اِنصاف نغمې وايم؛ اے زما پلاره، تا له به زۀ ساز غږوم. 2زۀ به خيال ساتم چې په بېعيبه لار روان شم. تۀ به ما له کله راځې؟ زۀ به د زړۀ په صداقت سره خپل کور دننه ګرځم. 3زۀ به د خپلو سترګو مخکښې هېڅ بېکاره شے نۀ ږدم. زۀ د هغه کسانو له کار نه نفرت کوم چې لار ورکوى؛ هغه به ما پورې نۀ نښلى. 4کوږ زړۀ به زما نه لرې شى؛ زۀ به د بدۍ هېڅ خبره نۀ پوهيږم. 5څوک چې په پټه د خپل ګاونډى غيبت کوى، هغه به زۀ چپ کوم؛ هغه چې لويانه سترګې او مغرور زړۀ لرى، زۀ به هغه نۀ زغمم. 6زما سترګې د دې مُلک په وفاداره کسانو باندې دى، چې هغوئ زما سره اوسېږى؛ هغه څوک چې په بېعيبه لار ګرځى، هغه به زما خدمت کوى. 7هغه څوک چې دوکه کوى، هغه به زما د کور دننه نۀ اوسېږى؛ هغه څوک چې دروغ وائى، هغه به زما د سترګو مخکښې ټينګ ونۀ درېږى. 8هر سحر به زۀ د دې مُلک ټول بدکاران چپ کوم، چې د زمونږ پلار له ښار نه هر بدکار قطع کړم.