سره غوا: د پاکوالى اوبۀ
یوه بې عیبه سره سخۍ له لښکرګاه بهر سوځول کېږي او ایره یې د پاکولو د اوبو لپاره ساتل کېږي. هر څوک چې مړی لمس کړي په درېیمه او اوومه ورځ پرې اوبه شیندل کېږي — مرګ له پامه نه غورځول کېږي، بلکې مخکې له دې چې مقدس ځای ته ورسېږي، مینځل کېږي.
19 1زمونږ پلار موسىٰ او هارون ته داسې وفرمائيل چې،
2”دا د هغه شريعت قانون دے چې زمونږ پلار حُکم کړے دے: د اِسرائيل اولاد ته ووايه چې يوه داسې سره غوا درته راولى چې بې عيبه وى، هيڅ نقص پکښې نۀ وى او هيڅ کله يې يوغ نۀ وى ايښے. 3هغه اِلعازر کاهن ته ورکړئ، نو هغه دې د خېمو نه بهر بوتلے شى او د هغۀ په مخکښې دې حلاله کړے شى. 4بيا دې اِلعازر کاهن د هغې په وينو کښې خپله ګوته لمده کړى او د مُلاقات د خېمې مخ ته دې اووۀ ځله وينې وشيندى. 5بيا دې د هغۀ په مخکښې سره غوا وسوزولے شى، د هغې څرمن، غوښه، وينه او خنا ټول سره. 6کاهن دې د ديار لرګے، زوفا او سور مزے واخلى او هغه دې په هغه اور کښې واچوى چې سره غوا پکښې سوزولے کيږى. 7بيا دې کاهن خپلې جامې ووينځى، خپل بدن دې په اوبو کښې وينځى او بيا دې خېمو ته ننوځى، خو تر ماښامه به ناپاک وى. 8څوک چې هغه سوزوى، هغه دې هم خپلې جامې په اوبو کښې ووينځى، خپل بدن دې په اوبو کښې ووينځى او تر ماښامه به ناپاک وى.
9”يو پاک سړے دې د سرې غوا ايرې راټولې کړى او د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې دې کېږدى. دا به د اِسرائيل جماعت دپاره د پاکوالى د اوبو دپاره وساتلے شى، دا ګناه لرې کوى. 10څوک چې د سرې غوا ايرې راټولوى، هغه دې خپلې جامې ووينځى او تر ماښامه به ناپاک وى. دا د اِسرائيل د اولاد او د هغه پردى دپاره چې په دوئ کښې اوسيږى، تل پاتې قانون دے.
11”څوک چې د کوم مُړى سړى بدن ته لاس ورکړى، هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى. 12هغه دې په دريمه او اوومه ورځ په دغو اوبو ځان پاک کړى، نو بيا به پاک وى. خو کۀ هغه په دريمه او اوومه ورځ ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى. 13څوک چې مُړى ته لاس ورکړى، يعنې د هغه چا بدن ته چې مړ شوے وى، او ځان پاک نۀ کړى، هغه د زمونږ پلار خېمه ناپاکه کوى، نو هغه سړے به د اِسرائيل نه پرې کړے شى. ځکه چې د پاکوالى اوبۀ پرې نۀ وى شيندلے شوے، نو هغه ناپاک پاتې کيږى، د هغۀ ناپاکى پرې پاتې وى.
14”دا قانون دے: کله چې څوک په خېمه کښې مړ شى، نو هر هغه څوک چې خېمې ته ننوځى او هر هغه څوک چې په خېمه کښې وى، اووۀ ورځې به ناپاک وى. 15او هر هغه خلاص لوښے چې سرپوښ پرې تړلے شوے نۀ وى، هغه به ناپاک وى.
16”څوک چې په کُلا کښې هغه چا ته لاس ورکړى چې په تُوره وژلے شوے وى، يا هغه چا ته چې خپله مړ شوے وى، يا د اِنسان هډوکى ته، يا قبر ته، هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
17”د ناپاک سړى دپاره دې هغه ايرې واخلى چې د سوزولے شوى د پاکوالى د قربانۍ وى، په لوښى کښې دې يې واچوى او تازه بهېدونکې اوبۀ دې پرې ورواچوى. 18بيا دې يو پاک سړے زوفا واخلى، په اوبو کښې دې يې لمده کړى او په خېمه، په ټولو لوښو او په هر هغه چا باندې دې يې وشيندى چې هلته وُو، او په هر هغه چا باندې چې هډوکى، يا وژلے شوى، يا مُړى، يا قبر ته يې لاس ورکړے وى. 19پاک سړے دې په دريمه او اوومه ورځ هغه ناپاک سړى باندې اوبۀ وشيندى او په اوومه ورځ دې يې پاک کړى. بيا دې هغه خپلې جامې ووينځى، په اوبو کښې دې ولامبى او تر ماښامه به پاک وى. 20خو هر هغه څوک چې ناپاک وى او ځان پاک نۀ کړى، هغه دې د جماعت نه پرې کړے شى، ځکه چې هغۀ د زمونږ پلار مقدس ځائ ناپاک کړے دے، د پاکوالى اوبۀ پرې نۀ دى شيندلے شوے، نو هغه ناپاک دے. 21دا به د دوئ دپاره تل پاتې قانون وى: څوک چې د پاکوالى اوبۀ شيندى، هغه دې خپلې جامې ووينځى، او څوک چې د پاکوالى اوبو ته لاس ورکړى، هغه به تر ماښامه ناپاک وى. 22ناپاک سړے چې هر څۀ ته لاس ورکړى، هغه به ناپاک شى، او څوک چې هغۀ ته لاس ورکړى، هغه به تر ماښامه ناپاک وى.“