اشدود د اسور په لاس سقوط کوى
زموږ پلار اشعیا ته وایي چې خپل ټاټ او څپلۍ وباسي او درې کاله لوڅ او پښې لوڅې وګرځي — د هغو بندیانو ژوندی انځور چې لوڅ بیول کېږي. دا د یهودا پر هغو متحدینو باور ته متوجه دی. د سمندر غاړه پوښتنه کوي چې څنګه به وتښتي.
20 1په کوم کال کښې چې د اسور بادشاه سرجون لوئ سپه سالار اشدود ته ولېږلو، نو هغۀ په اشدود حمله وکړه او هغه يې ونيولو.
2په هغه وخت کښې پلار د آموص زوئ يسعياه په وسيله ووئيل چې، ”ستا د ملا نه ټاټ خلاص کړه او خپلې پښې نه بوټان وباسه.“ نو هغۀ هم داسې وکړل او بربنډ او پښې لوڅ ګرځېدو. 3بيا پلار وفرمائيل چې، ”لکه څنګه چې زما خادم يسعياه د مصر او کوش په خلاف د نښانې او بد شګون دپاره درې کاله بربنډ او پښې لوڅ وګرځېدو، a a v3 کوش د هغه علاقې زوړ نوم دے چې اوس په سوډان او شمالى ايتهوپيا باندې مشتمل ده. 4هم هغه شان به د اسور بادشاه د مصر بنديان او د کوش جلاوطن، ځوانان او بوډاګان، بربنډ، پښې لوڅ او د وروستو نه لوڅ وشړى، چې د مصر شرم به ترې ښکاره شى. 5نو هغوئ به د خپل اُميد کوش او د خپل فخر مصر په سبب بدحواسه او شرمنده شى. 6په هغه ورځ کښې به د دې ساحلى علاقې خلق ووائى چې، ’وګوره زمونږ د اُميد انجام څۀ شو، چرته چې مونږ د مدد دپاره وتښتېدو چې د اسور د بادشاه نه وژغورلے شُو! نو اوس به مونږ څنګه بچ شُو؟‘“