ربه نسکوريږى او داؤد تاج په سر کوى
یوآب په ربه کې جګړه کوي په داسې حال کې چې داؤد په کور پاتې کېږي، که څه هم دلته پاچا د تاج اخیستو لپاره راځي. بیا له فلستي دېوانو سره درې نښتې، په شمول د شپږ ګوتو سړي چې اسرائیل یې ټوکې کول او د داؤد وراره پرې کړ.
20 1د کال په اوړون کښې، کله چې بادشاهان جنګ ته روانيږى، نو يوآب لښکر بوتلو او د عمونيانو ملک يې ويجاړ کړو، بيا راغلو او ربه يې محاصره کړه، خو داؤد په يروشلم کښې پاتې شو. يوآب ربه وواهله او ونړوله. 2داؤد د هغوئ د بادشاه د سر نه تاج واخستو. د دې وزن نژدې پنځه اويا پونډه د سرو زرو وو او په هغې کښې يو قيمتى کاڼے جوړ شوے وو، او دا د داؤد په سر باندې کښېښودے شو. هغۀ د ښار نه ډېر زيات مالِ غنيمت هم بوتلو. 3هغۀ د هغې خلق بهر راووستل او په اره، د اوسپنې کاندو او تبرو باندې يې په کار ولګول. داؤد د عمونيانو ټولو ښارونو سره هم دغه شان وکړل. بيا داؤد او د هغۀ ټول لښکر يروشلم ته راستانه شول.
ديوان د اِسرائيل په لاس نسکوريږى
4د دې نه پس، په جزر کښې د فلستيانو سره جنګ شروع شو. په هغه وخت کښې حوساتى سبکى سفى ووژلو چې د رفا د اولاد نه وو، او فلستيان مغلوب شول.
5د فلستيانو سره بيا جنګ شروع شو. د يائير زوئ الحنان، د جتى جالوت ورور لحمى ووژلو، چې د نېزې لرګے يې د دروند شهتير په شان پنډ وو. 6يو ځل بيا په جت کښې جنګ شروع شو، چرته چې يو ډېر غټ سړے وو، چې په هر لاس شپږ ګوتې او په هره پښه شپږ ګوتې يې وې، ټولې څلور ويشت — هغه هم د رفا نه زېږېدلے وو. 7کله چې هغۀ د اِسرائيل سره ملنډې وهلې، نو د داؤد د ورور شمعى زوئ يونتن هغه ووژلو. 8دا ټول په جت کښې د رفا نه زېږېدلى وُو، او د داؤد او د هغۀ د نوکرانو په لاس ووژل شول.