اژدها په زنځير وتړلے شو
شیطان زر کاله په ځنځیرونو تړل کېږي، په داسې حال کې چې هغه شهیدان چې ځناور يې رد کړی و، پاچايي کوي. کله چې خوشې شي، د وروستي ځل لپاره قومونه راټولوي او د زموږ د پلار له لوري اور يې خوري. بیا کتابونه پرانیستل کېږي او مړي د خپلو کړنو له مخې قضاوت کېږي. پخپله مرګ هم بهر غورځول کېږي.
20 1ما يو فرښته وليدو چې د آسمان نه راکوزېدو، د هغۀ په لاس کښې د ژورې کندې کُنجى او يو لوئ زنځير وو. 2هغۀ اژدها، هغه زوړ مار چې اِبليس او شيطان دے، ونيولو او زر کاله يې وتړلو. 3هغۀ هغه په ژوره کنده کښې وغورزولو، او پرې يې بند کړو او مُهر يې پرې ولګولو، دې دپاره چې قومونه نور دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شى. بيا به هغه د لږ وخت دپاره خلاصولے شى.
4بيا ما څو تختونه وليدل، او په هغو باندې کوم کسان ناست وُو چې هغوئ ته د عدالت کولو اِختيار ورکړے شوے وو. او ما د هغو کسانو روحونه هم وليدل چې د عيسىٰ د ګواهۍ او د زمونږ پلار د کلام په وجه يې سرونه پرې کړے شوى وُو، او کوم چې نۀ د هغه ځناور او نۀ د هغۀ د بُت عبادت کړے وو او نۀ يې د هغۀ نښان په خپل تندى يا لاس باندې منلے وو. هغوئ بيا ژوندى شول او د مسيح سره يې زر کاله بادشاهى وکړه. 5(باقى مړى تر دې چې زر کاله پوره شول نۀ ژوندى شول.) دا اوله بيا ژوندى کېدنه ده. 6مبارک او پاک دے هغه څوک چې په اوله بيا ژوندى کېدنه کښې برخه لرى. په داسې خلقو باندې د دوېم مرګ هيڅ زور نۀ چليږى، بلکې هغوئ به د زمونږ پلار او د مسيح کاهنان وى، او د هغۀ سره به زر کاله بادشاهى کوى.
شيطان خلاص کړے شو
7کله چې زر کاله پوره شى، نو شيطان به د خپل قيدخانې نه خلاص کړے شى. 8او هغه به ووځى چې د زمکې په څلورو کُنجونو کښې قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او د جنګ دپاره به يې راغونډ کړى، چې شمېر به يې د سمندر د شګو په شان وى. a a v8 جوج او ماجوج دوه حقيقى قومونه نۀ دى بلکې نښانونه دى، چې د حضرت حزقى ايل نبى نه اخستلے شوى دى، د زمکې د ټولو باغى قومونو دپاره چې د زمونږ پلار د خلقو خلاف راغونډ شوى دى. 9هغوئ د زمکې په ټول پلن مخ باندې مخکښې لاړل او د مقدسينو ليښکر او هغه ګران ښار يې راګېر کړو، خو د زمونږ پلار له اور د آسمان نه راغلو او هغوئ يې وخوړل. 10او هغه اِبليس چې هغوئ يې دوکه کړى وُو، د اور او ګندهک په جهيل کښې وغورزولے شو، چرته چې هغه ځناور او دروغجن نبى هم وُو. هغوئ به د شپې او د ورځې د تل دپاره په عذاب کښې وى.
لوئ سپين تخت
11بيا ما يو لوئ سپين تخت او هغه څوک چې پرې ناست وو وليدو. د هغۀ د مخ نه زمکه او آسمان وتښتېدل، او د هغوئ دپاره هيڅ ځائ پاتې نۀ شو. b b v11 د آخرى عدالت دا لوئ سپين تخت د زمونږ پلار تخت دے. هر هغه کس چې کله هم ژوندے وو د هغۀ په مخکښې ودريږى. 12او ما مړى، لوئ او وړوکى، وليدل چې د تخت په مخکښې ولاړ وُو. بيا کتابونه خلاص کړے شول، او يو بل کتاب هم، چې د ژوند کتاب دے. مړو ته د هغه څۀ مطابق عدالت وشو چې په کتابونو کښې ليکلى وُو، هر يو ته د خپلو کارونو مطابق. 13سمندر خپل مړى حواله کړل، او مرګ او قبر هم خپل مړى حواله کړل، او هر يو ته د خپلو کارونو مطابق عدالت وشو. 14بيا مرګ او قبر د اور په جهيل کښې وغورزولے شول. دا دوېم مرګ دے، يعنې د اور جهيل. 15او هر هغه څوک چې نوم يې د ژوند په کتاب کښې ليکلے نۀ موندلے شو، د اور په جهيل کښې وغورزولے شو.