ژبې لکه تورې تېرې کړې شوې
د موسيقۍ د مشر دپاره. د داؤد يو زبور.
دلته وسله خبرې دي — ژبې د تورو په څېر تېرې شوې، تریخې خبرې چې له کمین څخه پر یوه بې ګناه ویشتل کېږي، د هغو دسیسه جوړوونکو له خوا چې ډاډه دي چې هېڅوک یې پلان نه ویني. زموږ د پلار یو غشی یې ځواب دی، او د هغوی خپلې ژبې هغوی را غورځوي.
64 1اے پلاره، زما په نالې کښې زما آواز واوره؛ زما ژوند د دښمن د وحشت نه وساته. 2د بدکارانو د پټو سازشونو نه مې پټ کړه، د هغو کسانو د شور ماشور ګڼې ګوڼې نه چې بدى کوى. 3هغوئ خپلې ژبې لکه تورې تېرې کوى؛ خپلې تروې خبرې لکه غشى نښه کوى، 4دې دپاره چې له پټ ځايه بېګناه باندې ويشتل وکړى؛ ناڅاپه او بې وېرې پرې ويشتل کوى. 5هغوئ په خپل بد اراده باندې ټينګ ولاړ وى؛ د پټو دامونو خبرې کوى او وائى، ”دا به څوک ويني؟“
6هغوئ د ناانصافۍ منصوبې جوړوى او وائى، ”مونږ ښۀ سوچ شوے منصوبه تياره کړې ده.“ د اِنسان دننه سوچونه او زړۀ ژور دى. 7خو زمونږ پلار به په غشى هغوئ وولى؛ ناڅاپه به هغوئ ټپى شى. 8هغوئ به وتروخولے شى؛ د هغوئ خپلې ژبې به پرې راوګرځى؛ هر څوک چې هغوئ ويني خپل سرونه به ښوروى.
9بيا به هر څوک وېرېږى؛ د زمونږ پلار د کار اعلان به کوى او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې به سوچ کوى. 10دې دې صادق په زمونږ پلار کښې خوشحالى وکړى او په هغۀ کښې دې پناه واخلى؛ د زړۀ ټول صادقان دې د خوشحالۍ نارې ووهى!