چاپ شوی
کتاب

زما پلار، زما شپون

د داؤد زبور.

شپون داؤد د پلار له خوا د پالل کېدو په اړه لیکي: خوړل شوی، اوبه ورکړل شوي، کله چې روح یې ستړی شي بېرته راوستل شوی، بې له وېرې د ژور سیوري له درې تېر شوی، بیا د خپلو دښمنانو مخې ته پر جوړ شوي دسترخوان کېنول شوی. نېکي یوازې پسې نه راځي — هغه پسې منډې وهي.

څپرکی 23.

زما پلار زما شپون دے؛ زۀ د هيڅ شى کمے نۀ لرم. هغه ما په شنو څړځايونو کښې څملوى؛ د آرامو اوبو په غاړه ما بوځى. هغه زما روح بحال کوى؛ هغه ما د خپل نوم دپاره د صداقت په لارو روانوى. کۀ څۀ هم زۀ د مرګ د سيوري په دره کښې ګرځم، خو زۀ به له هيڅ بدۍ نه نۀ يرېږم، ځکه چې تۀ زما سره يې؛ ستا لښته او ستا امسا ما له تسلى راکوى. تۀ زما د دښمنانو په مخکښې زما دپاره دسترخوان تيار کوې؛ تۀ زما سر په تېلو مسح کوې؛ زما پياله ډکه بهيږى. يقيناً به زما د ژوند په ټولو ورځو کښې نېکى او وفاداره مينه زما پسې راځى، او زۀ به د خپل پلار په کور کښې تل تر تله اوسم.