زمونږ پلار خبرې کوى
د کنعان پولې ټاکل کېږي: جنوب ته د صین له بیابانه، لوېدیځ ته مدیترانه سمندر، شمال ته تر حصر عینان، او ختیځ ته د یردن په اوږدو تر مړ سمندر پورې. له هرې قبیلې یو مشر نومول کېږي چې له الیعزر او یوشع سره میراث ووېشي.
34 1او زمونږ پلار موسىٰ ته داسې وفرمائيل چې،
2”بنى اِسرائيلو ته حُکم ورکړه چې، کله چې تاسو د کنعان ملک ته ننوځئ، نو دا هغه ملک دے چې تاسو ته به د ميراث په توګه درکولے شى، يعنې د کنعان ملک د خپلو بريدونو سره. 3ستاسو جنوبى طرف به د زين د بيابان نه د ادوم د څنډې په اوږدو روان وى؛ ستاسو جنوبى بريد به د مُردار بحر د پائ نه، د ختيځ طرف ته، شروع شى. 4ستاسو بريد به د عقربيم د اوختو د جنوب طرف ته واوړى، زين ته تېر شى، د قادِس برنيع جنوب ته ورسېږى، حضار ادار ته لاړ شى او عضمون ته تېر شى. 5د عضمون نه به بريد د مِصر نهر ته واوړى او په بحر کښې به ختم شى.
6”ستاسو لوېديځ بريد به مديترانى بحر او د هغې ساحل وى. a a v6 لوئ بحر هم مديترانى بحر دے.
7”دا به ستاسو شمالى بريد وى: د مديترانى بحر نه خپل کرښه د هور غر ته راکاږئ. 8د هور غر نه د لبو حمات په طرف يوه کرښه ومنئ چې په صداد کښې ختمه شى؛ 9بيا به بريد زفرون ته وغزيږى او په حضار عينان کښې به ختم شى. دا به ستاسو شمالى بريد وى.
10”تاسو به خپل ختيځ بريد د حضار عينان نه تر شفام پورې ونښانوئ. 11بريد به د شفام نه رِبله ته، د عين ختيځ طرف ته، ښکته شى، بيا به ښکته شى او د کنرت د بحر د ختيځ طرف غاړې ته به ورسېږى. b b v11 د کنرت بحر هغه جهيل دے چې وروستو د ګليل بحر ونومولے شو. 12بريد به د اُردن تر سيند پورې ښکته شى او په مُردار بحر کښې به ختم شى. دا به ستاسو ملک وى، د خپلو بريدونو سره د هر طرف نه.“
13موسىٰ بنى اِسرائيلو ته حُکم ورکړو چې، دا هغه ملک دے چې تاسو به يې د قرعې په وسيله ميراث واخلئ، چې زمونږ پلار حُکم ورکړے دے چې نهو قبيلو او نيمې قبيلې ته دې ورکړے شى. 14د روبين د زامنو قبيلې، د خپلو پلرونو د کورونو په حساب، او د جد د زامنو قبيلې، د خپلو پلرونو د کورونو په حساب، خپل ميراث مخکښې اخستے دے؛ او د منسى نيمې قبيلې هم. 15دوو او نيمو قبيلو خپل ميراث د اُردن سيند د پورې غاړې د يريحو نه ختيځ طرف ته، د لمر د راختو په طرف، واخستو.
زمونږ پلار بيا خبرې کوى
16او زمونږ پلار موسىٰ ته داسې وفرمائيل چې،
17”د هغه سړو نومونه دا دى چې تاسو دپاره به ملک د ميراث په توګه وېشى: اِلعزر کاهن او د نون زوئ يشوع. 18او تاسو به د هرې قبيلې نه يو مشر واخلئ چې ملک د ميراث دپاره ووېشى. 19د هغو سړو نومونه دا دى: د يهوداه د قبيلې نه، د يفُنه زوئ کالب؛ 20د شمعون د زامنو د قبيلې نه، د عميهود زوئ شموئيل؛ 21د بنيامين د قبيلې نه، د کِسلون زوئ اليداد؛ 22د دان د زامنو د قبيلې نه، يو مشر، د يُګلى زوئ بُقى؛ 23د يوسف د زامنو نه: د منسى د قبيلې نه، مشر د ايفود زوئ حنى ايل، 24او د افرائيم د زامنو د قبيلې نه، يو مشر، د شفطان زوئ قموئيل؛ 25د زبولون د زامنو د قبيلې نه، يو مشر، د پرناک زوئ اليصفن؛ 26د اِشکار د زامنو د قبيلې نه، يو مشر، د عزان زوئ فلطى ايل؛ 27د اِشر د زامنو د قبيلې نه، يو مشر، د شلومى زوئ اخيهود؛ 28او د نفتالى د زامنو د قبيلې نه، يو مشر، د عميهود زوئ فداه ايل.“
29دا هغه کسان دى چې زمونږ پلار حُکم ورکړو چې د کنعان په ملک کښې د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ميراث ووېشى.