د نينوى د حساب ساعت
محاصره رارسېږي: سره ډالونه، جنګي ګاډي چې د برېښنا په څېر ځغلي، د سیند دروازې په زور ماتېږي، ماڼۍ نړېږي، ملکه بیول کېږي او مینځې یې خپلې سینې وهي. آشور یو زمری و چې خپله سمڅه یې په څیرې شوې غوښې ډکه کړې وه؛ د اسمان د لښکرو پلار وايي چې هغه یې ضد دی.
2 1اے نينوى، تا باندې خوروونکے راوخوت. قلعه وساته، لار وګوره، ځان کلک کړه، ټول خپل قوت راغونډ کړه!
2ځکه چې زمونږ پلار د يعقوب لوئى بيا راولى، د اِسرائيل د لوئۍ په شان، اګر چې لوټماران هغوئ بربنډ کړى او د هغوئ څانګې يې برباد کړې. a a v2 د نينوى د سزا په کِتاب کښې هم د دې زړۀ دا دے چې زمونږ پلار د خپلو زخمى شوو بچو عزت بيا راولى.
3د هغۀ د جنګياليو ډالونه سره رنګ شوى دى، تکړه سړى په سور کپړو ملبوس دى؛ بګۍ د اوره په شان ځلېږى په هغه ورځ چې کله تيارې شى، او د سروو نېزې ښورولى شى. 4بګۍ په کوڅو کښې په زوره منډې وهى، په چوکونو کښې دې خوا هغه خوا ګرځى؛ د مشعلونو په شان ښکارى، د برېښنا په شان تېزېږى. 5هغه خپل افسران رابولى؛ هغوئ د تلو په وخت کښې ترپيږى؛ ديوال ته په تلوار ورځى، او محفوظوونکے ډال په خپل ځائ کښې کيښودے شى. 6د سيند دروازې خلاصې کړى شى، او محل راونړيږى. 7فېصله شوه: هغه بربنډه کړى شى او بوتلے شى، او د هغې نوکرانۍ د کوترو په شان ژاړى، په خپلو سينو ګوزارونه کوى. 8نينوى د هغه حوض په شان ده چې اوبۀ يې بهيږى. ”ودرېږئ! ودرېږئ!“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅوک بيرته نۀ ګرځى. 9سپين زر لوټ کړئ! سرۀ زر لوټ کړئ! د خزانې هيڅ انت نشته، د هر قيمتى شى زياتوالے دے. 10خالى والے او ويرانى او برباداى! زړونه ويلى کيږى، زنګنونه ساست کيږى، هر بدن غم نيسى، او هر مخ زيړ کيږى.
11اوس د زمريانو غار چرته دے، د ځوانو زمريانو د خوراک ځائ، چرته چې زمرى او ښځينه زمرى ګرځېدل، او د زمرى بچى، چې هيڅوک يې ونۀ وېروى؟ 12زمرى د خپلو بچو دپاره په کافى اندازه څيرلى، او د خپلو ښځينه زمريانو دپاره يې ښکار غرق کړو؛ خپل غارونه يې په ښکار ډک کړل او خپل ماندونه يې په څيرلى غوښه.
13د آسمان د لښکرو پلار فرمائى، ”ګوره، زۀ ستا خلاف يم. زۀ به ستا بګۍ په لوګو کښې لاړې کړم، او تُوره به ستا ځوان زمرى وخورى. زۀ به ستا ښکار د زمکې نه پرې کړم، او د ستا د قاصدانو آواز به بيا هيڅکله وانۀ ورېدے شى.“