چاپ شوی
کتاب

د وزرونو د ږغ ملک

استازي له یوه لرې، وېرونکي قوم څخه د پاپیروس په کښتیو منډې وهي، خو زموږ پلار وایي چې هغه به یوازې آرام وي او وګوري، لکه د لمر په رڼا کې تودوخه، تر هغې شېبې پورې چې د فصل له رېبلو مخکې وي — بیا به ټوکې پرې کړي. وروسته همدا قوم پخپله صهیون غره ته ډالۍ وړي.

څپرکی 18.

اے د وزرونو د ږغ ملکه، د کوش د سيندونو نه پورې، چې په سمندر باندې ايلچيان لېږى، د اوبو نه پورې د پاپيروس په کشتو کښې. لاړ شئ، اے چټک قاصدانو، هغه قوم ته چې اوږد او صاف پوستکے لرى، هغو خلقو ته چې نژدې او لرې نه ترې يرېږى، هغه زورور قوم ته چې نور خلق پښو لاندې کوى، چې د هغۀ ملک سيندونه ويشى. اے د دُنيا ټولو اوسېدونکو، تاسو چې په زمکه باندې اوسېږئ: کله چې په غرونو باندې جنډه اوچته شى، نو وګورئ! کله چې بيګل وږغيږى، نو واورئ!

ځکه چې زمونږ پلار ماته داسې وفرمائيل: زۀ به چپ پاتې شم، او خپل استوګنځائ نه به ګورم، لکه د لمر په رڼا کښې صفا ګرمى، لکه د فصل په ګرمۍ کښې د پرخې ورېځ.

ځکه چې د فصل نه مخکښې، کله چې ګلونه پاتې نۀ شى او غوټۍ پخېدونکې انګور شى، نو زمونږ پلار به د باغبانۍ چاړو سره نوى کوپلونه پرې کړى، او خوارۀ شوې څانګې به لرې کړى او پرې کړى. دا ټول به د غرونو د ښکارى مرغانو او د زمکې د وحشى ځناورو دپاره پرېښودلے شى. ښکارى مرغان به په دوى باندې اوړے تېر کړى، او د زمکې ټول وحشى ځناور به په دوى باندې ژمے تېر کړى. په هغه وخت کښې به د آسمانى لښکرو پلار ته تحفې راوړلے شى، د هغه قوم له خوا چې اوږد او صاف پوستکے لرى، د هغو خلقو له خوا چې نژدې او لرې نه ترې يرېږى، هغه زورور قوم چې نور خلق پښو لاندې کوى، چې د هغۀ ملک سيندونه ويشى—د آسمانى لښکرو د پلار د نوم ځائ ته، د صيون غر ته.