چاپ شوی
کتاب

نوح کشتۍ ته داخليږى

انتظار پای ته رسېږي. د نوح کورنۍ او حیوانات ننوځي، زموږ پلار دروازه بندوي، او اوبه له لاندې او پاسه څلوېښت ورځې راځي. فصل مړي په ساده ډول شمېري — هر هغه څه چې په وچه کې یې ساه اخیسته — او یوازې یوه کښتۍ پر اوبو لامبو وهي.

څپرکی 7.

بيا زمونږ پلار نوح ته وفرمائيل چې، ”تۀ د خپل ټول کور والو سره کشتۍ ته داخل شه، ځکه چې ما په دې پښت کښې تۀ زما په نظر کښې صادق موندلے يې. د هر پاک حېوان نه اوۀ جوړې، نر او ښځه، او د ناپاکو حېواناتو يوه جوړه، نر او ښځه، د ځان دپاره واخله، او د آسمان د مرغانو هم اوۀ جوړې، نر او ښځه، دې دپاره چې د دوى نسل په ټوله زمکه باندې ژوندے پاتې شى. ځکه چې زۀ به په اوو ورځو کښې په زمکه باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې باران ووروم، او هر ژوندے شے چې ما جوړ کړے دے د زمکې د مخ نه به ورک کړم.“

نوح هر هغه څۀ وکړل چې زمونږ پلار هغۀ ته حُکم کړے وو.

کله چې د سېلاب اوبۀ په زمکه باندې راغلې نو نوح د شپږ سوو کالو وو. هغه، د هغۀ زامن، د هغۀ ښځه او د هغۀ د زامنو ښځې د سېلاب د اوبو نه د بچ کېدو دپاره کشتۍ ته داخل شول. د پاکو حېواناتو او هغه حېواناتو چې پاک نۀ وو، د مرغانو او هر هغه څۀ چې په زمکه باندې خوزيږى، دوه دوه، نر او ښځه، نوح ته کشتۍ ته راغلل، لکه څنګه چې زمونږ پلار نوح ته حُکم کړے وو. د اوو ورځو نه پس د سېلاب اوبۀ په زمکه باندې راغلې. د نوح د ژوند په شپږ سوويم کال کښې، په دوېمه مياشت کښې، په اوولسمه ورځ کښې، په هم هغه ورځ د لوئ سمندر ټولې چينې وچوې شوې، او د آسمان دروازې پرانستې شوې. باران په زمکه باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ووريدو.

په هم هغه ورځ نوح کشتۍ ته داخل شو، هغه، د هغۀ زامن سام، حام، يافت، د هغۀ ښځه او د هغۀ د زامنو درې ښځې. دوى او هر ځنګلى حېوان د خپلې نوعې مطابق، هر مال ډنګر د خپلې نوعې مطابق، په زمکه باندې هر خوزنده شے د خپلې نوعې مطابق، هر مرغۀ د خپلې نوعې مطابق، هر وزر لرونکے مخلوق. دوى نوح ته، کشتۍ ته، دوه دوه راغلل، هر هغه جسم چې د ژوند ساه يې لرله. د هر جسم نر او ښځه داخل شول، لکه څنګه چې زمونږ پلار هغۀ ته حُکم کړے وو. بيا زمونږ پلار هغه ننه کړو او دروازه يې بنده کړه. سېلاب په زمکه باندې څلوېښت ورځې روان وو، اوبۀ لوړې شوې، کشتۍ يې پورته کړه او هغه د زمکې نه اوچته روانه شوه. اوبۀ ډېرې زياتې شوې او په زمکه باندې ډېرې لوړې شوې، او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه وه. اوبۀ په زمکه باندې نورې هم لوړې او لوړې شوې، او د ټول آسمان لاندې ټول اوچت غرونه يې پټ کړل. اوبۀ د غرونو نه نژدې دوه ويشت فوټه اوچتې شوې او هغه يې پټ کړل. هر هغه څۀ چې په زمکه باندې خوزيدل مړۀ شول، مرغان، مال ډنګر، ځنګلى حېوانات، هر هغه مخلوق چې په زمکه باندې ګرځيدل، او ټول انسانان. په وچه زمکه باندې هر هغه شے چې د هغۀ په پزه کښې د ژوند ساه وه مړ شو. زمونږ پلار د زمکې په مخ باندې هر ژوندے شے ورک کړو، انسانان، حېوانات، خوزنده مخلوق او د آسمان مرغان، او د زمکې نه يې ورک کړل. صرف نوح او هغه کسان چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وو پاتې شول. او اوبۀ په زمکه باندې يو سل پنځوس ورځې غالبې پاتې شوې.