چاپ شوی
کتاب

د موسىٰ او هارون مقررى

موسیٰ فرعون ته د خدای په څېر جوړېږي، او هارون د هغه پیغمبر. زموږ د پلار په حکم د هارون همسا په مار بدلېږي او د جادوګرانو همساوې تېروي. بیا نیل، د مصر ژوند، په وینه بدلېږي؛ کبان مري او سیند بوی کوي. جادوګران یې تقلید کوي، او فرعون نه خوځېږي.

څپرکی 7.

زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ګوره، ما تۀ د فرعون دپاره د خُدائ پاک په شان جوړ کړې، او ستا ورور هارون به ستا نبى وى. تۀ به هغه ټول څۀ ووايې چې زۀ يې تا ته حُکم کوم؛ او ستا ورور هارون به فرعون ته ووايى چې هغه دې د اِسرائيل اولاد د خپل مُلک نه بهر ولېږى. خو زۀ به د فرعون زړۀ سخت کړم او په مِصر مُلک کښې به خپلې نښانې او معجزې ډېرې کړم. فرعون به ستاسو خبره وا نۀ ورى، نو زۀ به په مِصر باندې خپل لاس اوچت کړم او د لويو سزاګانو په وسيله به خپل لښکرې — خپل قوم، د اِسرائيل اولاد — د مِصر د مُلک نه بهر راوباسم. کله چې زۀ خپل لاس په مِصر باندې اوږد کړم او د اِسرائيل خلق د هغوئ د مينځ نه راوباسم، نو مِصريان به پوه شى چې زۀ پلار يم.“

موسىٰ او هارون همداسې وکړل؛ لکه څنګه چې زمونږ پلار هغوئ ته حُکم کړے وو، هم هغه شان يې وکړل. کله چې هغوئ له فرعون سره خبرې کولې، نو د موسىٰ عمر اتيا کاله او د هارون درے اتيا کاله وو.

بيا زمونږ پلار موسىٰ او هارون ته وفرمائيل چې،

کله چې فرعون تاسو ته ووايى چې، ”يوه معجزه وښاياست،“ نو هارون ته ووايه چې، ”خپله امسا واخله او د فرعون په مخکښې يې وغورزوه، نو هغه به مار شى.“

موسىٰ او هارون فرعون ته ورغلل او لکه څنګه چې زمونږ پلار حُکم کړے وو، هم هغه شان يې وکړل. هارون خپله امسا د فرعون او د هغۀ د نوکرانو په مخکښې وغورزوله، نو هغه مار شو. نو فرعون هم پوهان او ساحران راوغوښتل، او د مِصر جادوګرو هم په خپلو پټو جادوګريو سره هم هغه شان وکړل. هر يو خپله امسا وغورزوله، نو هغه ماران شول. خو د هارون امسا د هغوئ امساوې ونغښتلې. خو د فرعون زړۀ سخت شو؛ لکه څنګه چې زمونږ پلار فرمائيلى وُو، هغۀ د هغوئ خبره وا نۀ ورېده.

د نيل سيند اوبۀ وينه کيږى

بيا زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د فرعون زړۀ سخت شوے دے؛ هغه قوم پرېښودو ته تيار نۀ دے. سحر وختى فرعون ته لاړ شه، کله چې هغه د اوبو طرف ته راوځى. د نيل سيند په غاړه د هغۀ د ملاقات دپاره ودرېږه، او هغه امسا په خپل لاس کښې واخله چې مار شوې وه. او هغۀ ته ووايه چې، د عبرانيانو پلار زۀ تا ته رالېږلے يم، او فرمائيلى يې دى چې، ”زما قوم پرېږده چې په بيابان کښې زما عبادت وکړى.“ خو تر اوسه پورې دې خبره وا نۀ ورېده. زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ”په دې سره به تۀ پوه شې چې زۀ پلار يم: ګوره، زۀ به د امسا سره چې زما په لاس کښې ده د نيل سيند اوبۀ ووهم، نو هغه به وينه شى. د نيل سيند کبان به مړۀ شى، د نيل سيند به بوئ شى، او مِصريان به د نيل سيند د اوبو څښلو نه عاجز شى.“’“ زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا واخله او خپل لاس د مِصر په اوبو باندې اوږد کړه — د هغوئ په سيندونو، نهرونو، تالابونو او د هغوئ په ټولو حوضونو باندې — نو هغه به وينه شى. په ټول مِصر کښې به وينه وى، حتىٰ د لرګى او د کاڼى په لوښو کښې هم.“

موسىٰ او هارون لکه څنګه چې زمونږ پلار حُکم کړے وو، هم هغه شان وکړل: د فرعون او د هغۀ د نوکرانو په مخکښې هارون امسا اوچته کړه او د نيل سيند اوبۀ يې ووهلې، نو د هغۀ ټولې اوبۀ وينه شوې. د نيل سيند کبان مړۀ شول، د نيل سيند بوئ شو، او مِصريان د نيل سيند اوبۀ نۀ شول څښلے. په ټول مِصر مُلک کښې وينه وه. خو د مِصر جادوګرو هم په خپلو پټو جادوګريو سره هم هغه شان وکړل. نو د فرعون زړۀ سخت پاتې شو؛ لکه څنګه چې زمونږ پلار فرمائيلى وُو، هغۀ د هغوئ خبره وا نۀ ورېده. فرعون مخ واړولو او خپل کور ته لاړو، او دا خبره يې هم په زړۀ کښې ونۀ نيوله. ټولو مِصريانو د څښلو د اوبو دپاره د نيل سيند په غاړو کنده وکړله، ځکه چې هغوئ د نيل سيند اوبۀ نۀ شوې څښلے. کله چې زمونږ پلار د نيل سيند ووهلو، نو د هغې نه پس اووۀ ورځې پوره شوې.