اوس د خلاصون ورځ ده
پولوس خپل اسناد وړاندې کوي، او هغه وهل، زندانونه، بې خوبه شپې او تورونه دي. بيا دليل پرېږدي او په ساده ډول عذر کوي: د ده زړه پراخ خلاص دی، د هغوی زړونه تړلي دي. له هغوی غواړي چې له بُتانو راووځي او د پلار د خپلو زامنو او لوڼو په توګه ژوند وکړي.
6 1د هغۀ د همکارانو په حېث، مونږ تاسو ته زارۍ کوو چې د زمونږ پلار فضل بېکاره مۀ قبلوئ.
2ځکه چې هغه فرمائى، ”په مناسب وخت کښې ما ستا فرياد واورېدو، او د خلاصون په ورځ ما ستا مدد وکړو.“ وګورئ، اوس مناسب وخت دے؛ وګورئ، اوس د خلاصون ورځ ده.
3مونږ د هيچا په لار کښې خنډ نۀ ږدو، دې دپاره چې زمونږ په خدمت باندې څوک نقص ونۀ مومى. 4بلکې مونږ په هر څۀ کښې د زمونږ پلار د خادمانو په حېث ځان ثابتوو: په لويه صبر سره، په تکليفونو کښې، په سختيو کښې، په پرېشانيو کښې، 5په وهلو کښې، په قېدونو کښې، په بلوو کښې، په محنتونو کښې، په بېخوبو شپو کښې، په لوږه کښې؛ 6په پاکۍ سره، په علم سره، په صبر سره، په مهربانۍ سره، په روحُ القُدس سره، په سچه مينه سره، 7په رښتينو خبرو سره، د زمونږ پلار په قُدرت سره، د ښى او ګس لاس دپاره د صداقت په وسلو سره، 8په عزت او بېعزتۍ کښې، په بدنامۍ او تعريف کښې. مونږ سره د دوکهبازانو په شان سلوک کيږى، خو بيا هم مونږ رښتينى يُو؛ 9د ناپېژندلو په شان، خو بيا هم مشهور؛ د مړو کېدونکو په شان، خو وګورئ، مونږ ژوندى يُو؛ د سزا موندونکو په شان، خو بيا هم نۀ وژلے شوى؛ 10د غمژنو په شان، خو بيا هم تل خوشحاله؛ د غريبانو په شان، خو بيا هم ډېر غنيان کوو؛ د هغه چا په شان چې هيڅ نۀ لرى، خو بيا هم هر څۀ لرو.
11اے کرنتيانو، مونږ تاسو ته په کُهلو زړۀ خبرې کړې دى؛ زمونږ زړۀ تاسو دپاره پوره کُهلے دے. 12تاسو زمونږ له خوا محدود نۀ يئ، خو تاسو په خپلو زړونو کښې محدود يئ. 13د بدلې په طور — زۀ تاسو سره د خپلو بچو په شان خبرې کوم — تاسو هم خپل زړونه پوره کُهاره کړئ.
د پلار کورنۍ ته کور ته راشئ
14د بېايمانانو سره يو ځائ جوخت مۀ کېږئ. ځکه چې صداقت او بېشرعۍ ته څۀ شے ګډ دے؟ يا رڼا د تيارې سره څۀ شراکت لرى؟ 15د مسيح او د شيطان ترمنځ څۀ اتفاق شته؟ يو مؤمن د يو بېايمانه سره څۀ شے ګډ لرى؟
16د زمونږ پلار د عبادتخانې او بتانو ترمنځ څۀ شراکت دے؟ ځکه چې مونږ د ژوندى پلار عبادتخانه يُو، لکه څنګه چې هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم او د هغوئ په مينځ کښې به ګرځم؛ زۀ به د هغوئ پلار يم، او هغوئ به زما بچى وى.“ 17نو، ”د هغوئ د مينځ نه ووځئ او بېل شئ، زمونږ پلار فرمائى، او هيڅ ناپاک شے لاس مۀ ورته راوړئ؛ نو بيا به زۀ تاسو قبول کړم، 18او زۀ به تاسو ته پلار يم، او تاسو به زما زامن او لورګانې يئ، زمونږ پلار، قادرِ مطلق فرمائى.“ a a v18 هغه وعده چې زمونږ پلار يو وخت د داؤد شاهى زوئ ته کړې وه، دلته هغه هر مؤمن ته کُهلوى — هغه د هغه هر چا دپاره پلار کيږى څوک چې هغۀ ته راځى، او مونږ د هغۀ زامن او لورګانې کيږو.