صندوق د پلار کور ته ننوځى
صندوق بشپړ شوي کور ته وړل کیږي او د کروبیانو د وزرونو لاندې ایښودل کیږي. کله چې شپېلۍ غږوونکي او سندرغاړي یو غږ کوي — زموږ پلار ښه دی، د هغه د تړون مینه تل پاتې ده — ورېځ کور ډکوي، او کاهنان نشي کولی چې پکې د خدمت لپاره ودریږي.
5 1سليمان د زمونږ پلار د کور ټول کار پوره کړو. بيا هغۀ د خپل پلار داؤد وقف کړى شوى شيان راوړل — چاندى، سره زر او ټول لوښى — او د زمونږ پلار د کور په خزانو کښې يې کښېښودل.
2بيا سليمان د اِسرائيل مشران، د ټولو قبيلو سردار او د اِسرائيل د پلرونو د کورنيو مشران په يروشلم کښې راغونډ کړل، دې دپاره چې د زمونږ پلار د لوظ صندوق د داؤد د ښار نه چې صيون هم ورته وائى، پورته راولى. 3نو د اِسرائيل ټول سړى په اوومه مياشت کښې د اختر په موقع د بادشاه مخکښې راغونډ شول. a a v3 د اوومې مياشتې اختر د کوډو اختر دے، چې د اِسرائيل د مني د فصل لويه ملمستيا ده. 4کله چې د اِسرائيل ټول مشران راغلل، نو لاويانو صندوق پورته کړو. 5کاهنانو او لاويانو صندوق، د ميلاپ خېمه او ټول هغه مقدس لوښى چې په هغې کښې وُو، پورته کړل. 6سليمان بادشاه او د اِسرائيل ټوله غونډه چې د هغۀ مخکښې راغونډه شوې وه، د صندوق مخکښې ودرېدل او دومره ګڼې ګوډې او غوايان يې قربانى کول چې نۀ شُمارل کېدل او نۀ حساب. 7کاهنانو د زمونږ پلار د لوظ صندوق خپل ځائ ته، يعنې د کور داخلى مقدس ځائ ته، چې تر ټولو مقدس ځائ دے، د کروبيانو د وزرو لاندې راوړو. 8ځکه چې کروبيانو د صندوق د ځائ دپاسه خپل وزرونه غوړولى وُو، او صندوق او د هغۀ ليندۍ يې د پاسه نه پټ کړل. 9ليندۍ دومره اوږدې وې چې د هغو سرونه د داخلى مقدس ځائ مخکښې د صندوق نه ښکارېدل، خو د باندې نۀ ښکارېدل، او هغه تر اوسه هم هلته دى. 10په صندوق کښې د هغو دوو تختو نه علاوه بل څۀ نۀ وُو چې موسىٰ په حورب کښې هلته کښېښودلې وې، چرته چې زمونږ پلار د اِسرائيليانو سره لوظ وکړو کله چې هغوئ د مصر نه راووتل.
11بيا کاهنان د مقدس ځائ نه راووتل. (ټولو حاضرو کاهنانو ځانونه پاک کړى وُو، بې له دې چې خپل وارى ته وګورى، b b v11 کاهنان په وار سره د خدمت په ډلو کښې کار کوۀ چې ورته وارۍ وئيلې، او هرې ډلې ته د دربار په جنترۍ کښې يوه مُقررره اونۍ ورکړې شوې وه. 12او د لاويانو ټول سندرغاړى — آسف، هيمان، يدوتون، د هغوئ زامن او خپلوان — د مذبح په ختيځ کښې په ښۀ کتانى جامو کښې ودرېدل او د چاڼو، ربابونو او سترنګو بجول يې کول، او د دوئ سره ۱۲۰ کاهنانو بيګلونه پُکول.). 13بيګل غږوونکى او سندرغاړى يو شول او په يوه آواز يې د زمونږ پلار ثناء او شُکر وکړو — د بيګلونو، چاڼو او سازونو سره يې خپل آوازونه پورته کړل او د هغۀ ثناء يې وکړه چې، ”هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه تر ابده ده.“ بيا يوه ورېځ د زمونږ پلار کور ډک کړو، 14نو کاهنان د ورېځې په سبب د خدمت دپاره ودرېدلے نۀ شول، ځکه چې د زمونږ پلار جلال د زمونږ پلار کور ډک کړے وو.