چاپ شوی

اول کورنتيان 5 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

هغه کورنۍ چې د ماتم نه انکار کوى

يو سړی د خپل پلار له ښځې سره اوسي او کليسا په خپل زغم وياړي. پولوس وايي هغوی بايد ماتم کړی وای، او هغه شيطان ته وسپاري ترڅو د هغه روح وژغورل شي. زوړ خمير بايد لرې شي؛ د دننه خلکو قضاوت د هغوی کار دی، زموږ پلار د بهر خلکو قضاوت کوي.

څپرکی 5.

رښتيا خبره دا ده چې ستاسو په مينځ کښې د زنا خبره اورېدے شى، بلکې داسې زنا چې د هغه خلقو په مينځ کښې هم نشته چې پلار نۀ پېژنى، چې يو سړے د خپل پلار د ښځې سره اوسېږى. او تاسو بيا هم لويى کوئ! ايا تاسو ته خو ماتم په کار وو، دې دپاره چې دا کار کوونکے ستاسو د مينځ نه لرې شى؟ ځکه چې زۀ که د بدن په لحاظ لرې يم خو په روح کښې حاضر يم، او ما دا کار کوونکے دغسې حُکم کړو لکه چې حاضر يم. کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ په نوم راغونډ شئ، او زما روح هم حاضر وى، او زمونږ د مالِک عيسىٰ قُدرت ستاسو سره وى، نو دا سړے شيطان ته حواله کړئ، چې د جسم تباهى وشى، دې دپاره چې د هغۀ روح زمونږ د مالِک عيسىٰ په ورځ خلاصون ومومى.

ستاسو لويى ښۀ نۀ ده. ايا تاسو ته دا نۀ ده معلومه چې لږ خمير ټوله ګوندے پړسوى؟ زوړ خمير لرې کړئ، دې دپاره چې تاسو نوے ګوندے شئ، لکه چې تاسو بې‌خميره يئ. ځکه چې زمونږ د فسح ګډورے، يعنې مسيح، قربان کړے شوے دے. نو راځئ چې دا اختر ومنو، نۀ د زوړ خمير سره، نۀ د کينې او بدۍ د خمير سره، بلکې د سپېڅلتيا او حق د بې‌خميره ډوډۍ سره.

ما تاسو ته په خپل خط کښې وليکل چې د زناکارو خلقو سره ملګرتيا مۀ کوئ، خو زما مطلب دا نۀ وو چې د دې دُنيا د ټولو زناکارو، يا د لالچيانو او د دوکه‌بازانو، يا د بتانو د عبادت کوونکو نه، ځکه کۀ داسې وى نو تاسو له به دا دُنيا پرېښودل په کار وى. خو اوس زۀ تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ورور يا خور بولى خو زناکار، يا لالچى، يا د بت عبادت کوونکے، يا بدګويه، يا شرابى، يا دوکه‌باز وى، نو د داسې سړى سره ملګرتيا مۀ کوئ، بلکې د هغۀ سره ډوډۍ هم مۀ خورئ. زۀ ولې د هغه خلقو حُکم وکړم چې د کليسا نه بهر دى؟ ايا تاسو ته د هغه خلقو حُکم کول په کار نۀ دى چې دننه دى؟ زمونږ پلار د هغه خلقو حُکم کوى چې بهر دى. ”هغه بدکار سړے د خپل مينځ نه وباسئ.“