چاپ شوی
کتاب

دپاره د ټولې زمکې يو نوے سندره

نوې سندره تبلیغي ده — زموږ د پلار کارونه په قومونو کې خپاره کړئ، نذرانه راوړئ، ورته ووایاست چې هغه پاچاهي کوي. نور خدایان د لاس جوړ هیڅ دي. حتیٰ سمندر، کروندې او د ځنګل ونې هم ګمارل کېږي چې د راتلونکي قاضي لپاره خوشالي وکړي.

څپرکی 96.

زمونږ پلار ته يو نوے سندره ووايئ؛ اے ټولې زمکې، زمونږ پلار ته سندره ووايئ.

زمونږ پلار ته سندره ووايئ، د هغۀ نوم ته برکت ووايئ؛ د هغۀ د خلاصون اعلان هره ورځ وکړئ. د قومونو په مينځ کښې د هغۀ د جلال کارونه بيان کړئ، د ټولو خلقو په مينځ کښې د هغۀ عجيبه کارونه. ځکه چې زمونږ پلار لوئ دے او د ډېرې ثنا لائق دے؛ د ټولو بتانو نه زيات د هغۀ نه ويره په کار ده. ځکه چې د خلقو ټول بتان دروغژن دى، خو زمونږ پلار آسمانونه پېدا کړل. عزت او لويى د هغۀ په مخکښې دى؛ طاقت او ښائست د هغۀ په مقدس ځائ کښې دى.

اے د خلقو ټولو کورنيو، زمونږ پلار ته ثنا ووايئ، زمونږ پلار ته د جلال او طاقت ثنا ووايئ. زمونږ پلار ته هغه جلال ووايئ چې د هغۀ د نوم لائق دے؛ نذرانه راوړئ، او د هغۀ صحنونو ته راشئ. د پاکوالى په ښائست کښې زمونږ پلار ته عبادت وکړئ؛ اے ټولې زمکې، د هغۀ په مخکښې ولړزيږئ. د قومونو په مينځ کښې ووايئ چې، ”زمونږ پلار بادشاهى کوى! دُنيا مضبوطه قائمه ده؛ هيچرې به ونۀ ښوريږى. هغه به د خلقو انصاف په برابرۍ سره کوى.“

آسمانونه دې خوشحاله شى، او زمکه دې خوشحالى وکړى؛ سمندر دې غُرا وکړى، او هر څۀ چې پکښې دى. پټے دې خوشحالى وکړى، او هر څۀ چې پکښې دى؛ بيا به د ځنګله ټول ونې د خوشحالۍ نه سندرې وائى. د زمونږ پلار په مخکښې، ځکه چې هغه راځى، ځکه چې هغه د زمکې د انصاف کولو دپاره راځى. هغه به د دُنيا انصاف په صداقت سره کوى، او د خلقو په خپله وفادارۍ سره.