چاپ شوی
کتاب

زما ټول زړۀ ستا په لور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د مُوت لبين په طرز. د داؤد زبور.

د یوې ځانګړې ژغورنې شکر: دښمنان شاته وګرځول شول، ښارونه یې له بېخه وایستل شول، او نومونه یې هم ورک کړل شول. زموږ پلار د عادل قاضي په توګه ناست دی او د مظلومانو لپاره کلا ده. داؤد ترې غواړي چې بیا پاڅېږي ترڅو قومونه په یاد ولري چې دوی یوازې فاني انسانان دي.

څپرکی 9.

اے زما پلاره، زۀ به په خپل ټول زړۀ ستا شکر اَدا کوم؛ زۀ به ستا ټول عجيب کارونه بيان کوم.

زۀ به په تا کښې خوشحاله شم او مزه وکړم؛ اے تعالىٰ، زۀ به ستا د نوم ثناء وايم.

کله چې زما دښمنان شاته وګرځى، نو هغوئ ستا په مخکښې ښوئېږى او هلاکېږى. ځکه چې تا زما حق او زما دعوىٰ ساتلې ده؛ تۀ د صادق قاضى په شان په تخت باندې ناست يې. تا قومونه وسرزنش کړل؛ تا بدکاران تباه کړل؛ تا د هغوئ نوم د تل دپاره محوه کړو. دښمن ختم شو، د تل دپاره ويجاړ شو؛ تا د هغوئ ښارونه له بنسټه راوويستل؛ د هغوئ يادګار هم ورک شو.

خو زمونږ پلار د تل دپاره په تخت باندې ناست دے؛ هغۀ خپل تخت د اِنصاف دپاره قائم کړے دے. او هغه په صداقت سره د دُنيا اِنصاف کوى؛ هغه په عدل سره د قومونو حکومت کوى. زمونږ پلار د مظلومانو دپاره پناه ګاه دے، د تکليف په وختونو کښې قلعه ده. هغه کسان چې ستا نوم پېژنى په تا باندې بهروسه کوى، ځکه چې اے زمونږ پلاره، تا هيڅکله هغه کسان نۀ دى پرېښى چې تا لټوى.

زمونږ پلار ته چې په صِيون کښې اوسېږى ثناء ووايئ! د هغۀ کارونه په قومونو کښې بيان کړئ! ځکه چې هغه څوک چې د وينې بدله اخلى مظلومان رايادوى؛ هغه د هغوئ فرياد نۀ هېروى.

اے زما پلاره، په ما رحم وکړه! هغه تکليف وګوره چې زما د کينه کښانو له لاسه راباندې راغلے دے، اے هغه ذات چې ما د مرګ د دروازو نه پورته کوې، دې دپاره چې زۀ ستا ټولې ثناوې بيان کړم د صِيون د لور په دروازو کښې، او ستا په خلاصون کښې مزه وکړم.

قومونه په هغه ژوره کُنده کښې ډوب شول چې دوئ پخپله جوړه کړې وه؛ د دوئ خپلې پښې په هغه جال کښې ونښتې چې دوئ پټ کړے وو. زمونږ پلار ځان څرګند کړو؛ هغۀ اِنصاف وکړو؛ بدکار د خپلو لاسونو په کار کښې ونښتو. هِجايون. a a v16 هِجايون د موسيقۍ يا غور کولو نښه ده — ګنى دا د ځنډ او د هغۀ باندې فکر کولو دپاره بلنه ده چې همدا اوس وئيلے شوے دے.

بدکاران بيرته قبر ته ګرځى، هغه ټول قومونه چې زمونږ پلار هېروى. ځکه چې محتاج به تل دپاره نۀ هېرېږى، او نۀ به د مظلوم اُميد د تل دپاره ختمېږى.

اے زمونږ پلاره، پاڅه! اِنسان دې غالب نۀ شى؛ قومونو ته دې ستا په مخکښې سزا ورکړے شى. اے زمونږ پلاره، هغوئ په وېره کښې واچوه؛ قومونه دې پوهه شى چې هغوئ خو يواځې اِنسانان دى.