چاپ شوی
کتاب

ترڅو چې هغه يې جوړ نۀ کړى

د ختو سندره. د سليمان.

د سلیمان خبرداری چې ځان مه ستړی کوه. جوړونکی، ساتونکی او هغه اندېښمن چې سهار وختي پاڅي، ټول له زموږ پلار پرته بې ګټې کار کوي، هغه چې خپلو مینه والو ته خوب ورکوي. ماشومان د یوې ورسپارل شوې ډالۍ په توګه یادېږي، نه د ګټل شوې لاسته راوړنې.

څپرکی 127.

ترڅو چې زمونږ پلار کور جوړ نۀ کړى، د هغۀ جوړوونکى بې‌فائدې زحمت باسى. ترڅو چې زمونږ پلار د ښار نګهبانى نۀ کوى، نګهبان بې‌فائدې ويښ پاتې کيږى. دا بې‌فائدې ده چې تۀ سحر وختى راپاڅېږې او ناوخته ويښ پاتې کېږې، د غم او زحمت ډوډۍ خورې؛ ځکه چې هغه خپل محبوب ته خوب ورکوى.

بچى د زمونږ پلار له طرفه ميراث دى، د رحم مېوه يو انعام دے. لکه څنګه چې د جنګيالى په لاس کښې غشى وى، هم هغه شان د ځوانۍ بچى دى. مبارک دے هغه سړے چې خپل تيردان پرې ډک کړى! هغه به شرمنده نۀ شى کله چې د ښار په دروازه کښې د خپلو دښمنانو سره خبرې کوى. a a v5 د ښار دروازه هغه عام ځائ وو چرته چې قانونى شخړې او د قوم معاملې حل کېدلې — ډېر زامن لرل په دې معنىٰ وو چې هلته ستا په خوا کښې زورور حمايتيان درسره وى.