د هغۀ په لارو کښې تلل
د زينې سندره.
پر عادي کورني ژوند زموږ د پلار برکت: د خپلو لاسونو د حاصل خوړل، مېرمن لکه مېوه لرونکی تاک، ماشومان لکه د زیتون نیالګي د دسترخوان شاوخوا. په پای کې د ښار هوساینې او لمسیانو ته پراخېږي، او د اسرائیلو پر سوله پای ته رسېږي.
128 1برکت دے پر هغه هر چا باندې چې زمونږ پلار ته عزت ورکوى، او د هغۀ په لارو کښې ګرزى.
2تۀ به د خپلو لاسونو د محنت مېوه خورې؛ برکت به درکولے شى، او ستا دپاره به ټول کارونه ښۀ وى. 3ستا ښځه به ستا د کور دننه د مېوهدارې انګورو د ونې په شان وى؛ ستا بچى به ستا د دسترخوان چاپېره د زيتون د نيالګيو په شان وى. 4وګوره، هغه سړے چې زمونږ پلار ته عزت ورکوى، په دې شان ورته برکت ورکولے شى.
5زمونږ پلار دې تا له د صيون نه برکت درکړى؛ د يروشلم خوشحالى دې تۀ د خپل ژوند په ټولو ورځو کښې ووينې، 6او د خپلو بچو بچى دې ووينې. پر اِسرائيل دې سلامتى وى.