چاپ شوی
کتاب

مونږ د خوب ليدونکو په شان وُو

د ختو سندره.

راستانه شوي جلاوطنان وايي چې کور ته راتګ لکه خوب و او خولې یې له خندا ډکې کړې — بیا له زموږ پلار څخه نوره بیا رغونه غواړي، لکه نِگِب ته د ویالو بېرته راتګ. د اوس لپاره ژمنه دا ده چې څوک په اوښکو کري، د غلو ګېډۍ په غېږ کې کور ته راځي.

څپرکی 126.

کله چې زمونږ پلار د صيون قسمت بحال کړو، نو مونږ د خوب ليدونکو په شان وُو. بيا زمونږ خولې په خندا ډکې شوې، او زمونږ ژبې د خوشحالۍ په نارو؛ بيا په قومونو کښې ووئيل شو چې، ”مالِک خُدائ د دوئ دپاره لوئ کارونه کړى دى.“ زمونږ پلار زمونږ دپاره لوئ کارونه کړى دى؛ مونږ په خوشحالۍ ډک يُو.

زمونږ قسمت بحال کړه، اے زمونږ پلاره، د نجب د ويالو په شان. a a v4 نجب د اِسرائيل وچه جنوبى صحرا ده، چرته چې خالى ويالې د بارانونو نه پس ناببره په اوبو ډکيږى — د داسې قسمت انځور چې په يوه دم بدليږى. هغه کسان چې په اوښکو کرل کوى، هغوئ به د خوشحالۍ په نارو فصل رېبى. څوک چې په ژړا روان شى، د کرلو دپاره د تخم جوال وړى، هغه به خامخا د خوشحالۍ په نارو کره راشى، د غنمو ګېډۍ وړى.