په پلار کښې ريښه نيولے
د پورته ختو سندره.
باور د جغرافیې په ژبه بیانېږي. څوک چې باور کوي د صیون د غره په څېر نه خوځېدونکي دي، او زموږ پلار یې هغسې راګېر کړي لکه غرونه چې یروشلم راګېر کړی. د بدکارانو واکمني به پر دې ځمکه پاتې نه شي، ځکه چې نېکان به بد کار ته وهڅوي.
125 1څوک چې په زمونږ پلار باندې بهروسه کوى هغوئ د صيون د غرۀ په شان دى، چې نۀ خوزولے شى بلکې د تل دپاره پاتې کيږى. 2لکه څنګه چې غرونه يروشلم را چاپېره کړے دى، هم هغه شان زمونږ پلار خپل خلق را چاپېره کوى، اوس او د تل دپاره. 3د بدۍ عصا به په هغه زمکه باندې نۀ اراميږى چې صادقانو ته ورکړے شوے ده، دې دپاره چې صادقان د بدۍ کولو دپاره خپل لاسونه ونۀ غځوى. 4اے زمونږ پلاره، له نيکانو سره نيکى وکړه، له هغو کسانو سره چې په خپلو زړونو کښې نيک نيت لرى. 5خو څوک چې خپلو کږو لارو ته اوړى، زمونږ پلار به هغوئ د بدکارانو سره بوځى. په اِسرائيل دې سلامتى وى!