دام مات شو
د پورته ختو يوه سندره. د داؤد.
د یوه ملت د ژغورنې کیسه چې د یو لړ نږدې پېښو په بڼه ویل شوې: ژوندي تېرېدل، د سیلاب له خوا وړل کېدل. هغه انځور چې پاتې کېږي هغه مرغۍ ده چې له مات شوي دام څخه وتلې — ثبوت چې مرسته زموږ د پلار په نوم کې وه، نه په دوی کې.
124 1کۀ زمونږ پلار زمونږ په طرف نۀ وے، نو اِسرائيل دې اوس دا ووائى، 2کۀ زمونږ پلار زمونږ په طرف نۀ وے، کله چې خلق زمونږ خلاف راپاڅېدل، 3نو هغوئ به مونږ ژوندى تېر کړى وُو، کله چې د هغوئ غصه زمونږ خلاف بل شوه؛ 4نو اوبو به مونږ وړى وُو، سېلاب به پر مونږ باندې تېر شوے وو؛ 5نو جوشو اوبو به پر مونږ باندې تېرې شوې وې.
6زمونږ پلار دې مبارک وى، چې مونږ يې د هغوئ غاښونو ته د ښکار په شان حواله نۀ کړو! 7مونږ د مارغۀ په شان د ښکاريانو د دام نه خلاص شُو؛ دام مات شو، او مونږ بچ شُو! 8زمونږ مدد د زمونږ پلار په نوم کښې دے، چې آسمان او زمکه يې پېدا کړل.