سترګې آسمان ته اوچتې کړې
د ختلو سندره.
د سپکاوي یو ډېر لنډ زبور. د بادار لاس ته د نوکرانو کتل ټول انځور دی — سترګې زموږ په پلار نیولې، د یوې خوځښت په انتظار. خلک وايي چې له آرامو او مغرورو یې تر حده ډېر سپکاوی لیدلی دی.
څپرکی 123.
123 1اے تۀ چې په آسمانونو کښې په تخت ناست يې، زۀ تا ته خپلې سترګې اوچتوم. 2ګوره، لکه څنګه چې د نوکرانو سترګې د خپل مالِک لاس ته وى، لکه څنګه چې د وينځې سترګې د خپلې بيبۍ لاس ته وى، هم هغه شان زمونږ سترګې زمونږ پلار ته وى، ترڅو چې هغه په مونږ رحم وکړى. 3اے زمونږ پلاره، په مونږ رحم وکړه، په مونږ رحم وکړه، ځکه چې مونږ د سپکاوى نه ډېر زيات مزه څکلے دے. 4زمونږ روح د بېپروا خلقو د ملنډو نه او د مغرورو د سپکاوى نه ډېر زيات مزه څکلے دے.