لوئى ستا ده
د دې طعنې په ځواب کې چې 'د دوی خدای چېرته دی؟'، زبور پرتله کوي. بتان خوله، سترګې او غوږونه لري چې هېڅ نه کوي، او جوړوونکي یې د خپل جوړ کړي شي په څېر بې ساه کېږي. درې ډلو ته ویل کېږي چې پر ځای یې پر زموږ پلار توکل وکړي: اسرائیل، د هارون کورنۍ، او ټول هغه چې له هغه وېرېږي.
115 1اے زمونږ پلاره، نۀ مونږ ته، نۀ مونږ ته، بلکې خپل نوم ته لوئى ورکړه، ستا د مينې او ستا د وفادارۍ په سبب.
2قومونه ولې داسې ووائى چې، ”د هغوئ خُدائ پاک اوس چرته دے؟“ 3زمونږ پلار په آسمانونو کښې دے؛ څۀ چې خوښ يې وى هغه کوى. 4د هغوئ بتان د سپينو زرو او د سرو زرو دى، د اِنسان د لاسونو کار دى. 5خوله يې شته، خو خبرې نۀ شى کولے؛ سترګې يې شته، خو ليدلے نۀ شى؛ 6غوږونه يې شته، خو اورېدلے نۀ شى؛ پوزه يې شته، خو بوئ نۀ شى کولے؛ 7لاسونه يې شته، خو ږمنځلے نۀ شى؛ پښې يې شته، خو تلے نۀ شى؛ او د هغوئ د ستونى نه هيڅ آواز نۀ راوځى. 8څوک چې دا جوړوى هغوئ د دوئ په شان کيږى، او هر هغه څوک چې په دوئ باندې بهروسه کوى هم داسې کيږى.
9اے اِسرائيله، په زمونږ پلار باندې بهروسه وکړه! هغه د هغوئ مددګار او د هغوئ ډال دے. 10اے د هارون کورنۍ، په زمونږ پلار باندې بهروسه وکړه! هغه د هغوئ مددګار او د هغوئ ډال دے. 11اے تاسو چې د زمونږ پلار نه يرېږئ، په هغۀ باندې بهروسه وکړئ! هغه د هغوئ مددګار او د هغوئ ډال دے.
12زمونږ پلار مونږ ياد کړو؛ هغه به مونږ ته برکت راکړى. هغه به د اِسرائيل کورنۍ ته برکت ورکړى؛ هغه به د هارون کورنۍ ته برکت ورکړى؛ 13هغه به هغه کسانو ته برکت ورکړى چې د زمونږ پلار نه يرېږى، وړوکى هم او لوئ هم.
14زمونږ پلار دې تاسو نور هم زيات کړى، تاسو او ستاسو اولاد. 15د زمونږ پلار له خوا دې په تاسو برکت وى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے.
16آسمانونه د زمونږ پلار آسمانونه دى، خو زمکه يې اِنسان ته ورکړې ده. 17مړۀ د زمونږ پلار ثناء نۀ وائى، او نۀ هغه څوک چې خاموشۍ ته ښکته ځى. 18خو مونږ به له اوسه نه د تل دپاره زمونږ پلار ته برکت وايُو. هليلويا!