د يروشلم د وينو تويول څرګند شول
د يروشلم پر وړاندې د تورونو يو ليک: شهزادګان وينې تويوي، مور او پلار سپکېږي، پرديو ته زور ورکول کېږي، کاهنان مقدس او عام سره ګډوي، او پېغمبران دا ټول سپين ځلوي. زموږ پلار وايي چې هغه د داسې يو کس په لټه کې و چې د ځمکې لپاره په درز کې ودرېږي، او هېڅوک يې ونه موند.
22 1زمونږ د پلار کلام ما ته راغلو چې،
2اے اِبن آدمه، آيا تۀ به محاکمه کوې؟ آيا تۀ به د وينو تويولو ښار محاکمه کوې؟ نو هغې ته د هغې ټول مکروه کارونه ور په ګوته کړه. 3ووايه چې، مالِک پلار داسې فرمائى چې، اے هغه ښاره چې په خپل ځان کښې وينې تويوې، نو ستا وخت راغلے دے، او د خپل ځان دپاره بتان جوړوې، چې ناپاکه کېږې. 4په هغه وينو چې تا تويولې دى تۀ ګنهګاره يې، او په هغو بتانو چې تا جوړ کړل تۀ ناپاکه يې. تا خپله پاې نزدې کړې ده، د خپلو کالونو اخير ته رسېدلې يې. نو زۀ تا د قومونو دپاره د بدنامۍ او د هر ملک دپاره د ټوقو سبب ګرځوم. 5نزدې او لرې والا به درپورې ملنډې وهى، اے ناپاکه نومه ښاره چې د ګډوډۍ نه ډکه يې.
6وګوره چې د اِسرائيل هر سردار چې په تا کښې دے د وينو تويولو دپاره څنګه خپل زور استعمالوى. 7په تا کښې دوئ د مور او پلار سپکاوے وکړو، په تا کښې يې پردى ته ظلم وکړو، په تا کښې يې په يتيم او کونډه باندې ناانصافى وکړه. 8تا زما مقدس شيان سپک کړل او زما سبتونه دې ناپاک کړل. 9په تا کښې داسې تهمت لګوونکى شته چې د وينو تويولو دپاره تيار دى، په تا کښې داسې خلق شته چې د غرونو په بتخانو کښې خوراک کوى، او ستا په منځ کښې بېحيا کارونه کوى. 10په تا کښې دوئ د خپلو پلارونو ښځو سره اوده کېږى، په تا کښې هغه ښځې چې د حيض په ناپاکۍ کښې وى بېعزته کوى. 11يو کس د خپل ګاونډى د ښځې سره مکروه کارونه کوى، بل کس په بېحيائۍ سره خپله نږور ناپاکه کوى، او بل کس په خپله خور، چې د خپل پلار لور ده، تېرے کوى. 12په تا کښې دوئ د وينو تويولو دپاره رشوت اخلى، تۀ سود اخلې، ډېره نفع کوې، او د خپلو ګاونډيانو نه په ظلم ناجائزه ګټه رانيسې. او زۀ دې هېر کړم، مالِک پلار فرمائى.
13نو ګوره، زۀ په هغه ناجائزه ګټه چې تا کړې ده او په هغه وينو چې تا په خپل منځ کښې تويولې دى خپل لاسونه سره وهم. 14کله چې زۀ ستا سره معامله وکړم، آيا ستا زړۀ به ټينګ وى او ستا لاسونه به مضبوط پاتې شى؟ زۀ، ستا پلار، وئيلى مې دى او زۀ به يې وکړم. 15زۀ به تا په قومونو کښې خواره کړم، او په ملکونو کښې به دې تيته کړم، او ستا ناپاکى به ستا نه لرې کړم. 16کله چې تۀ د قومونو په نظر کښې ناپاکه شې، نو تۀ به پوهه شې چې زۀ ستا پلار يم.
17بيا زمونږ د پلار کلام ما ته راغلو چې،
18اے اِبن آدمه، د اِسرائيل کور زما دپاره ژاوله ګرځېدلے دے، هغوئ ټول په بټۍ کښې مس، قلعى، اوسپنه او سيسه دى — د سپينو زرو ژاوله. 19نو مالِک پلار داسې فرمائى چې، ځکه چې تاسو ټول ناپاکى ګرځېدلى يئ، نو زۀ به تاسو يروشلم ته راجمع کړم. 20لکه څنګه چې سپين زر، مس، اوسپنه، سيسه او قلعى په بټۍ کښې راجمع کولے شى، او د دې دپاره چې هغه وئيلے شى په هغو اور دمولے شى، هم هغه شان به زۀ تاسو په خپل غضب او قهر کښې راجمع کړم، هلته به مو کېږدم، او وئيلے به مو کړم. 21زۀ به تاسو راجمع کړم او د خپل غضب په اور به درباندې دم وکړم، او تاسو به د هغۀ په منځ کښې وئيلى شئ. 22لکه څنګه چې سپين زر په بټۍ کښې وئيلى شى، هم هغه شان به تاسو په هغې کښې وئيلى شئ. نو تاسو به پوهه شئ چې ما، ستاسو پلار، خپل قهر درباندې تويه کړو.
23بيا زمونږ د پلار کلام ما ته راغلو چې،
24اے اِبن آدمه، هغې ته ووايه چې، تۀ داسې ملک يې چې نۀ دے پاک کړے شوے او د غضب په ورځ درباندې باران نۀ دے شوے. 25د هغې نبيان په خپل منځ کښې سازش کوى، لکه غړمبېدونکے زمرے چې خپل ښکار څيرى، دوئ د خلقو ژوندونه خوړى، خزانه او قيمتى شيان نيسى، او په هغې کښې ډېرې کونډې پرېږدى. 26د هغې کاهنانو زما شريعت مات کړو او زما مقدس شيان يې ناپاک کړل، د مقدس او عام ترمنځ يې فرق ونۀ کړو، د ناپاک او پاک ترمنځ يې تعليم ورنۀ کړو، او زما د سبتونو نه يې خپلې سترګې پټې کړې، نو زۀ د هغوئ په منځ کښې بېحرمته کړے شوے يم. 27د هغې حاکمان داسې لېوان دى چې ښکار څيرى، وينې تويوى، او د ناجائزې ګټې دپاره خلق تباه کوى. 28د هغې نبيانو د دوئ دپاره دا په دروغجنو رويتونو او په کوذبو فالکتنو سره سپينکارى کړه، او وئيل يې چې، ”خُدائ پاک داسې فرمائى،“ حالانکې زمونږ پلار څۀ نۀ وو فرمائيلى. 29د ملک خلق ظلم او لوټمار کوى، په غريبانو او محتاجانو باندې ظلم کوى، او پردى ته انصاف نۀ ورکوى.
30ما د دوئ په منځ کښې داسې څوک ولټولو چې ديوال جوړ کړى او د ملک دپاره په درز کښې زما په مخکښې ودرېږى، دې دپاره چې زۀ يې تباه نۀ کړم — خو هيڅوک مې ونۀ موندل. 31نو ما خپل غضب په دوئ باندې تويه کړو، او د خپل قهر په اور مې هغوئ خلاص کړل. د دوئ کړنې مې د هغوئ په خپلو سرونو راوستلې، مالِک پلار فرمائى.