بادشاه خوشحالى کوى
د موسيقۍ د مشر دپاره. د داؤد يو زبور.
خلک د هغه پاچا جشن نیسي چې ژوند یې وغوښت او ورکړل شو، په بډایو برکتونو ورسره مخ شو او د سرو زرو تاج یې پر سر کېښودل شو. د هغه ډاډ پر خپلو کارنامو نه، بلکې زمونږ پر پلار په باور ولاړ دی، چې لاس به یې هر هغه څوک پیدا کړي چې د هغه پر ضد دسیسې جوړوي.
21 1اے زمونږ پلاره، ستا په طاقت کښې بادشاه خوشحالى کوى؛ ستا په خلاصون کښې هغه څومره ډېر خوشحاليږى! 2تا هغۀ ته د هغۀ د زړۀ مُراد ورکړے دے او څۀ چې د هغۀ شونډو تا نه وغوښتل، هغه دې ترې نۀ دى ايسار کړى. 3ځکه چې تۀ د غنى برکتونو سره د هغۀ لِيدو ته راغلې؛ تا د سپينو سرو زرو تاج د هغۀ په سر کښېښوو. 4هغۀ تا نه ژوند وغوښتو، او تا هغۀ ته ورکړو—د ورځو اوږدوالے د تل تر تله دپاره. a a v4 د داؤد د بادشاه دا نعمت، يعنې ”د تل تر تله ژوند“، په عيسىٰ کښې خپل کمال ته رسيږى، هغه راپاڅېدلے بادشاه چې مرګ هغه نۀ شو ساتلے. 5ستا د خلاصون په وسيله د هغۀ لوئى غټه ده؛ تۀ هغۀ ته شان او شوکت ورکوې. 6بېشکه تا هغۀ ته د تل دپاره برکتونه ورکړى دى او د خپل حضور په خوشحالۍ دې هغه خوشحاله کړو. 7ځکه چې بادشاه په زمونږ پلار باندې توکل کوى؛ د تعالىٰ، زمونږ پلار، د نۀ ختمېدونکې مينې په وسيله به هغه ونۀ ښورولے شى.
8ستا لاس به ستا ټول دښمنان ونيسى؛ ستا ښى لاس به هغه کسان ونيسى چې تا نه نفرت کوى. 9کله چې تۀ څرګند شې نو هغوئ به د بلېدونکى تنور په شان کړې. زمونږ پلار به هغوئ په خپل قهر کښې تير کړى، او د هغۀ اور به هغوئ وسوځوى. 10تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه ختم کړې، د هغوئ بچى د انسانى نسل نه. 11اګر چې هغوئ ستا خلاف د بدۍ منصوبه جوړوى او يوه سازش سوچ کوى، خو هغوئ کامياب نۀ شى کېدلے. 12ځکه چې تۀ به هغوئ اړ کړې چې شا واړوى، کله چې تۀ خپل غشى د هغوئ مخونو ته نښانه کړې.
13اے زمونږ پلاره، ستا په طاقت کښې اوچت شه! مونږ به ستا د قُدرت په حقله سندرې وايُو او ثنا به وايُو.