چاپ شوی
کتاب

پلار د فسح عيد بيا تازه کوى

په بیابان کې فسح لمانځل کېږي، او هغه سړي چې د مړي له امله ناپاک شوي دي په ساده ډول نه شړل کېږي — زموږ پلار هغوی ته یوه میاشت وروسته دویمه نېټه ورکوي. بیا د خیمې پر سر ورېځ د تګ اندازه ټاکي: اسرائیل یوازې هغه وخت کډه کوي او پړاو اچوي چې هغه حرکت وکړي.

څپرکی 9.

زمونږ پلار په سينا بيابان کښې، د مصر نه د وتلو نه پس په دوېم کال کښې په اول مياشت کښې موسىٰ ته داسې وفرمائيل چې،

”د اِسرائيل قوم دې د فسح عيد په مقررې وخت کښې ونمانځى. د دې مياشتې په څوارلسمه ورځ، د ماښام په وخت کښې، د هغۀ په مقررې وخت کښې يې ونمانځئ، د دې د ټولو قاعدو او د ټولو حُکمونو مطابق.“

نو موسىٰ د اِسرائيل قوم ته ووئيل چې د فسح عيد دې ونمانځى. نو هغوئ د سينا په بيابان کښې د اول مياشتې په څوارلسمه ورځ، د ماښام په وخت کښې د فسح عيد ونمانځلو، لکه څنګه چې زمونږ پلار موسىٰ ته حُکم کړے وو؛ هم هغه شان د اِسرائيل اولاد وکړل. څۀ کسان د مړى په لمس کولو ناپاک وُو او په هغه ورځ يې فسح نۀ شوه نمانځلے، نو هغوئ په هغه ورځ د موسىٰ او هارون مخکښې راغلل. هغه کسانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ د مړى د جسد نه ناپاک يُو. مونږ ولې دې د اِسرائيليانو په مينځ کښې د زمونږ پلار قربانى په مقررې وخت کښې د وړاندې کولو نه منع کولے شُو؟“

موسىٰ هغوئ ته ووئيل چې، ”دلته انتظار وکړئ ترڅو چې زۀ واورم چې زمونږ پلار به د دې په حقله څۀ حُکم کوى.“

زمونږ پلار موسىٰ ته داسې وفرمائيل چې،

”اِسرائيليانو ته ووايه چې، کۀ ستاسو نه يا ستاسو د اولاد نه څوک د مړى په سبب ناپاک وى، يا په لرې سفر باندې لاړ وى، نو بيا هم هغه زمونږ پلار ته د فسح عيد نمانځلے شى. په دوېمه مياشت کښې، په څوارلسمه ورځ، د ماښام په وخت کښې يې دې ونمانځى، او دا دې د بې‌خميرې ډوډۍ او تريو واښو سره وخورى. هغوئ دې د دې نه هيڅ شے تر سحره نۀ پرېږدى، د دې هيڅ هډوکے دې مات نۀ کړى، او دا دې د فسح د هرې قاعدې مطابق ونمانځى. خو کۀ څوک سړے پاک وى او په سفر باندې نۀ وى، خو بيا هم د فسح عيد نۀ نمانځى، نو هغه کس دې د خپل قوم نه بېل کړے شى، ځکه چې هغۀ د زمونږ پلار قربانى په مقررې وخت کښې راوړه نه؛ هغه سړے به د خپلې ګناه بار اوچتوى. a a v13 ”د خپل قوم نه بېل کول“ د دې مطلب وو چې د اِسرائيل د لوظ د جماعت نه رسمى شان ويستل.

”کۀ ستاسو په مينځ کښې اوسېدونکے پردے غواړى چې زمونږ پلار ته د فسح عيد ونمانځى، نو هغه دې د فسح د قاعدې او د حُکم پېروى وکړى. يوه قاعده دې په پردى او د دې ملک په اوسېدونکى، دواړو باندې نافذه وى.“

ورېځ لاره ښائى

کله چې خېمه—د ګواهۍ خېمه—جوړه کړے شوه، نو ورېځ پرې راخوره شوه؛ د ماښام نه تر سحره دا د خېمې د پاسه د اور په شان ښکارېده. نو همېشه داسې وه: ورېځ په ورځ پرې راخوره وه، او د شپې د اور په شان ښکارېده. هر کله چې ورېځ به د خېمې د پاسه نه پورته شوه، نو اِسرائيليان به روان شول؛ چرته چې به دا ودرېده، نو اِسرائيليانو به هلته خېمې ودرولې. د زمونږ پلار په حُکم به د اِسرائيل قوم روان شو؛ د زمونږ پلار په حُکم به يې خېمې ودرولې. ترڅو پورې چې به ورېځ د خېمې د پاسه ولاړه وه، هغوئ به خېمو کښې پاتې وُو. کله چې به ورېځ د خېمې د پاسه ډېرې ورځې ولاړه وه، نو اِسرائيليانو به د زمونږ پلار امانت ساتلو او روان به نۀ شول. کله کله به ورېځ د مسکن د پاسه يواځې څو ورځې پاتې وه: د زمونږ پلار په حُکم به يې خېمې ودرولې، د زمونږ پلار په حُکم به روان شول. کله کله به ورېځ د ماښام نه تر سحره پاتې وه؛ کله چې به دا سحر وختى پورته شوه، نو هغوئ به روان شول. که په ورځ وُو او که په شپه، کله چې به ورېځ پورته شوه، هغوئ به روان شول. که دوه ورځې وُو، که يوه مياشت، او که د دې نه زياته، ترڅو پورې چې به ورېځ د خېمې د پاسه پاتې وه، اِسرائيل به په خېمو کښې پاتې وو او روان به نۀ شول؛ کله چې به دا پورته شوه، هغوئ به روان شول. د زمونږ پلار په حُکم به يې خېمې ودرولې؛ د هغۀ په حُکم به روان شول. هغوئ د هغۀ امانت ساتلو، د زمونږ پلار په حُکم د موسىٰ په وسيله.