چاپ شوی
کتاب

پلار د خپلو اِمامانو ملامتى کوى

کاهنانو ته مستقیم او سخت خطاب کېږي. د هغوی لارښوونې خلک ټکر کړي دي، نو عزت ترې اخیستل کېږي. بیا همدا خیانت په کور کې: ایا زموږ ټولو یو پلار نه دی؟ زموږ پلار د نکاح د لوظ شاهد و، او له څیرلو یې کرکه کوي.

څپرکی 2.

اوس، اے اِمامانو، دا حُکم ستاسو دپاره دے.

کۀ تاسو وا نۀ ورئ، او زما د نوم د عزت دپاره دا په خپلو زړونو کښې مۀ ساتئ، د آسمانى لښکرو پلار فرمائى، نو زۀ به په تاسو باندې لعنت ولېږم او ستاسو برکتونه به په لعنت واړوم. ما خو دا مخکښې هم په لعنت اړولى دى، ځکه چې تاسو دا په خپلو زړونو کښې نۀ ساتئ. زۀ به ستاسو اولاد ملامت کړم او ستاسو په مخونو به غوبل مږم، د ستاسو د اخترونو غوبل، او تاسو به ورسره يوځائ وړلے شئ. بيا به تاسو پوهه شئ چې ما دا حُکم تاسو ته ولېږلو، دې دپاره چې د ليوى سره زما لوظ قائم پاتې شى، د آسمانى لښکرو پلار فرمائى. ”د هغۀ سره زما لوظ د ژوند او سلامتۍ وو، ما دا هغۀ ته ورکړل چې په عزت يې وساتى، او هغۀ زما عزت وکړو او زما د نوم نه وويريدو. د رښتينى تعليم خبرې د هغۀ په خوله کښې وې، د هغۀ په شونډو باندې هيڅ غلطى نۀ وه. هغه زما سره په سلامتۍ او صداقت کښې وګرځيدو، او ډېر خلق يې د ګناه نه واړول. د اِمام شونډې علم ساتى، او خلق د هغۀ د خولې نه تعليم غواړى، ځکه چې هغه د آسمانى لښکرو د پلار قاصد دے. خو تاسو د لارې نه واوښتئ او خپل تعليم مو ډېر خلق وښوئيدل، تاسو د ليوى لوظ خراب کړو، د آسمانى لښکرو پلار فرمائى. نو ما تاسو د ټولو خلقو په مخکښې سپک او ذليل کړئ، ځکه چې تاسو زما لارې ونۀ ساتلې بلکې خپل په تعليم کښې مو طرفدارى وکړله.“

د يو بل سره او د پلار سره بې‌وفا

آيا زمونږ ټولو يو پلار نۀ دے؟ آيا يو پلار مونږ نۀ يُو پېدا کړى؟ نو ولې يو بل سره بې‌وفائى کوو، چې د خپلو پلارانو لوظ بې‌حُرمته کوو؟ يهوداه بې‌وفا دے، په اِسرائيل او يروشلم کښې يو کرکجن کار شوے دے. يهوداه د زمونږ د پلار هغه پاک ځائ بې‌حُرمته کړو چې هغه ورسره مينه کوى، او د يو پردى بُت لور يې په نکاح کړه. زمونږ پلار دې هغه سړے د يعقوب د خېمو نه ورک کړى چې دا کار کوى، هر څوک چې وى، او که هغه د آسمانى لښکرو پلار ته نذرانه هم راوړى.

او دوېم کار چې تاسو کوئ دا دے: تاسو د زمونږ د پلار قربان‌ګاه په اوښکو ډکوئ، په ژړا او زارۍ، ځکه چې هغه نور نۀ ستاسو نذرانې ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاس نه په خوشحالۍ قبلوى. تاسو پوښتنه کوئ چې، ”ولې؟“ ځکه چې زمونږ پلار ستا او د ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه وو، چې تا ورسره بې‌وفائى وکړه، سره د دې چې هغه ستا ملګرې او د لوظ له مخې ستا ښځه وه. آيا پلار تۀ د خپلې ښځې سره يو نۀ يې کړے؟ تۀ د بدن او روح له مخې د هغۀ يې. او هغه څۀ غواړى؟ د ستا د يووالى نه پاکباز اولاد. نو خپل روح وساته، او هيڅوک دې د خپلې ځوانۍ د ښځې سره بې‌وفائى ونۀ کړى.

”ځکه چې زۀ طلاق بد ګڼم،“ زمونږ پلار، د اِسرائيل پلار فرمائى، ”او هغه څوک چې خپل جامې په ظلم ډکوى،“ د آسمانى لښکرو پلار فرمائى. نو خپل روح وساتئ، او بې‌وفائى مۀ کوئ.

تاسو زمونږ پلار په خپلو خبرو ستړے کړو. خو تاسو پوښتنه کوئ چې، ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ په دې چې تاسو وايئ، ”هر څوک چې بدى کوى هغه د هغۀ په نظر کښې ښۀ دى، او هغه پرې خوشحاليږى،“ يا، ”د اِنصاف پلار چرته دے؟“