زمونږ پلار موسىٰ او هارون ته خبرې کوى
د بدن بهېدنې، د نارینه او ښځینه، عادي او اوږدې، انسان او هر هغه څه چې هغه ورته لاس وړي تر مینځلو او ماښام پورې ناپاک کوي. له اوو پاکو ورځو وروسته دوه مرغان وړاندې کېږي. اندېښنه په ساده ډول ویل شوې: د هغوی پلار د هغوی په منځ کې اوسېږي، او د هغه استوګنځی باید ککړ نه شي.
15 1زمونږ پلار موسىٰ او هارون ته فرمائيل چې،
2”د اِسرائيل خلقو ته ووايه چې، کۀ د چا د بدن نه ګنده مواد بهيږى، نو دا بهېدل يې ناپاک دى. 3د دې ګنده مواد نه د هغۀ ناپاکى داسې ده: کۀ د هغۀ بدن ترې بهيږى يا بند وى، دا د هغۀ ناپاکى ده.
4”هر هغه بستره چې دا بهېدونکے سړے پرې پرېوځى ناپاکه ده، او هر څۀ چې پرې کښيني ناپاک دى. 5څوک چې د هغۀ بسترې ته لاس وروړى نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى. 6څوک چې په هغه څيز باندې کښيني چې دې بهېدونکى سړى پرې ناسته کړې وه نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى.
7”څوک چې د دې بهېدونکى سړى بدن ته لاس وروړى نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى. 8کۀ دا بهېدونکے سړے په يو پاک کس باندې توکان وکړى نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى.
9”هر هغه زين چې دا بهېدونکے سړے پرې سورلى کوى ناپاک دے. 10هر څوک چې د هغۀ د لاندې څيز ته لاس وروړى تر ماښامه ناپاک وى، او هر څوک چې هغه څيزونه پورته کړى نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى.
11”هر هغه څوک چې دا بهېدونکے سړے ورته لاس وروړى، کۀ هغه سړى خپل لاسونه په اوبو کښې نۀ وى وينځلى، نو هغه دې خپلې جامې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى. 12هر هغه خټين لوښے چې دا بهېدونکے سړے ورته لاس وروړى مات کړے دې شى، او هر لرګين لوښے دې په اوبو کښې ووينځلے شى.
13”کله چې دا بهېدونکے سړے د خپل بهېدو نه پاک شى نو د خپلې پاکۍ دپاره دې اووۀ ورځې وشمېرى، خپلې جامې دې ووينځى، خپل بدن دې په روانو تازه اوبو کښې ولامبوى، نو پاک به شى. 14په اتمه ورځ دې دوه قُمرۍ يا د کوترو دوه چرګوړى راواخلى، د ملاقات د خېمې خولې ته د زمونږ پلار په حضور کښې راشى او کاهن ته دې يې ورکړى. 15کاهن دې يو د ګناه د قربانۍ دپاره او بل د سوزولو د قربانۍ دپاره پېش کړى، او کاهن به د هغۀ د بهېدو دپاره د زمونږ پلار په حضور کښې د هغۀ کفاره وکړى.
16”کۀ د چا سړى نه نطفه بهر شى نو هغه دې خپل ټول بدن په اوبو کښې ولامبوى او تر ماښامه دې ناپاک وى. 17هره هغه جامه يا د سرو څرمنه چې نطفه پرې لګېدلې وى په اوبو دې ووينځلے شى او تر ماښامه ناپاکه وى. 18کۀ سړے د ښځې سره ملاسته وکړى او نطفه بهر شى نو دواړه دې په اوبو کښې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى.
19”کله چې د ښځې د بدن نه د وينې بهېدل وى نو هغه به د خپلې مياشتني ناپاکۍ په حالت کښې اووۀ ورځې وى، او څوک چې ورته لاس وروړى تر ماښامه ناپاک وى. 20د دې ناپاکۍ په وخت کښې چې په هر څيز باندې پرېوځى ناپاک دے، او چې په هر څيز باندې کښيني ناپاک دے. 21څوک چې د هغې بسترې ته لاس وروړى نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى. 22څوک چې هغه څيز ته لاس وروړى چې دا پرې ناسته وى نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى. 23کۀ بستره وى يا هغه څيز چې دا پرې ناسته وى، چا چې ورته لاس وروړى تر ماښامه به ناپاک وى.
24”کۀ سړے د هغې سره ملاسته وکړى او د هغې د مياشتني ناپاکۍ وينه ورته ولګيږى نو هغه اووۀ ورځې ناپاک وى، او هره هغه بستره چې هغه پرې پرېوځى ناپاکه ده.
25”کۀ د چا ښځې وينه د مياشتني ناپاکۍ د وخت نه بهر ډېرې ورځې بهيږى، يا د هغه وخت نه زياته بهيږى، نو د بهېدو په ټوله موده کښې به هغه ناپاکه وى، لکه څنګه چې د خپلې ناپاکۍ په ورځو کښې وى. 26د خپلو بهېدو په موده کښې چې په هره بستره پرېوځى د مياشتني ناپاکۍ د بسترې په شان ده، او چې په هر څيز باندې کښيني ناپاک دے، لکه د هغې مياشتنۍ ناپاکى. 27څوک چې دغو ته لاس وروړى ناپاک شى، نو خپلې جامې دې ووينځى، په اوبو کښې دې لامبو وکړى او تر ماښامه دې ناپاک وى.
28”کله چې هغه د خپل بهېدو نه پاکه شى نو اووۀ ورځې دې وشمېرى، او د دې نه پس به پاکه وى. 29په اتمه ورځ دې دوه قُمرۍ يا د کوترو دوه چرګوړى راواخلى او د ملاقات د خېمې خولې ته دې کاهن له راوړى. 30کاهن به يو د ګناه د قربانۍ دپاره او بل د سوزولو د قربانۍ دپاره پېش کړى، او د هغې د ناپاکې بهېدو دپاره به د زمونږ پلار په حضور کښې د هغې کفاره وکړى.
31”د اِسرائيل خلق د خپلې ناپاکۍ نه بېل وساته، دې دپاره چې هغوئ زما هغه اوسېدو ځائ چې د هغوئ په مينځ کښې دے په ناپاکولو سره په خپله ناپاکۍ کښې مړۀ نۀ شى.
32”دا هغه شريعت دے د هغه چا دپاره چې بهېدل يې وى، او د هغه چا دپاره چې د نطفې د بهر کېدو په سبب ناپاک شى، 33او د هغې ښځې دپاره چې په مياشتنۍ ناپاکۍ کښې وى، او د هر چا دپاره، نر وى کۀ ښځه، چې بهېدل يې وى، او د هغه سړى دپاره چې د ناپاکې ښځې سره ملاسته وکړى.“