چاپ شوی

دوېم تِسالونيکيان 3 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

دُعا وکړئ چې کلام په آزادۍ سره وګرځى

پولوس دعا غواړي چې کلام مخکې ورمنډه کړي، بيا يوې ستونزې ته ګرځي: په کليسا کې ځينو کار پرې ايښی، د نورو په چارو کې لاس وهي او د نورو پر غاړه ژوند کوي. هغه خپل د شپې او ورځې زيار ته اشاره کوي. داسې کس په نښه کړئ، ورسره مه ګډېږئ، خو د دښمن په توګه نه، بلکې د ورور په توګه يې خبردار کړئ.

څپرکی 3.

اے وروڼو او خوېندو، په آخر کښې دا چې زمونږ دپاره دُعا وکړئ چې زمونږ د مالِک عيسىٰ کلام په تيزۍ سره مخکښې ولاړ شى او د عزت وړ وګرځى، لکه څنګه چې ستاسو په مينځ کښې وګرځېدو، او دا چې مونږ له د بدکارو او شريرو خلقو نه خلاصى وملاويږى، ځکه چې هر څوک مؤمن نۀ دے. خو مالِک وفادار دے، چې تاسو ته به طاقت درکړى او د شرير نه به مو ساتى. مونږ په مالِک باندې اعتماد لرو چې تاسو هغه څۀ کوئ او به يې کوئ چې مونږ درته حُکم کوو. مالِک دې ستاسو زړونه د زمونږ پلار مينې او د مسيح صبر طرف ته ورهدايت کړى.

د سُستۍ په خلاف خبردارے

اے وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په نامه تاسو ته حُکم کوو چې هر هغه ورور نه لرې اوسئ چې په سُستۍ کښې ژوند کوى، د هغه رواياتو په خلاف چې تاسو زمونږ نه ترلاسه کړل. تاسو پخپله پوهېږئ چې تاسو له زمونږ پېروى کول پکار دى، ځکه چې مونږ ستاسو په مينځ کښې سُست نۀ وُو. مونږ د هيچا ډوډۍ وړيا ونۀ خوړله، بلکې مونږ شپه او ورځ، په محنت او مشقت سره کار کولو، دې دپاره چې په تاسو کښې په هيچا باندې بوجه نۀ شُو. دا نۀ چې مونږ اِختيار نۀ لرو، بلکې دې دپاره چې مونږ تاسو له د پېروۍ دپاره خپل ځان يو نمونه جوړ کړُو. کله چې مونږ ستاسو سره وُو، نو هم مو درته حُکم کړے وو چې کۀ څوک کار کول نۀ غواړى، نو هغۀ له ډوډۍ خوړل پکار نۀ دى. ځکه چې مونږ اورو چې ستاسو په مينځ کښې ځنې داسې دى چې په سُستۍ کښې ژوند کوى، په کار باندې نۀ بلکې په بې‌ځايه خبرو مصروف دى. داسې خلقو ته مونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په نامه حُکم کوو او زور ورکوو چې په خاموشۍ سره کار وکړى او خپله ډوډۍ وخورى. خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو د نيکۍ کولو نه مۀ ستړى کېږئ. کۀ څوک زمونږ د دې خط د خبرې نافرمانى وکړى، نو هغه په نښه کړئ او د هغۀ سره مۀ ناسته پاسته کوئ، دې دپاره چې هغه شرمنده شى. خو هغه د دُښمن په شان مۀ ګڼئ، بلکې د ورور په شان ورته نصيحت وکړئ.

سلامتى، سلام او فضل

د سلامتۍ مالِک دې پخپله تاسو له هر وخت، په هر طريقه سلامتى درکړى. مالِک دې له تاسو ټولو سره وى.

زۀ، پولوس، دا سلام په خپل لاس ليکم دا هغه نښه ده چې زما د خوا هر خط اصلى دے؛ زۀ په دې طريقه ليکم. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې له تاسو ټولو سره وى.